Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

د ۱۰ اوریز لیګ په اوږدوکې چټکې نیمه سلیزې.

ليکنه:.سمیع الله درانی

د ۲۰۱۸ م کال په ټي ټېن لیګ کې شهزاد محمدي په چټکه نیمه سلیزه کې نوم وړی و، په ۱۲ توپونو یې په سِندي لوبډلې نیمه سلیزه ووهله، هغه وخت شهزاد په راجپوتس لوبډله کې لوبېده او د یاد لیګ دوهم پړاو او لومړۍ لوبه وه، چې شهزاد پکې د چټکې نیمه سلیزې بنسټ کېښود.

سږ کال یعنې د ۲۰۱۹ م کال په دې لیګ کې هم شهزاد محمدي د نومبر تر ۱۹ مې نېټې پورې تر ۱۵ مې لوبې لومړي مقام کې دی او چټکه نیمه سلیزه یې د نومبر په ۱۹ مه نېټه د دیکن ګلاډېئټرز لوبډلې لپاره د قلندرز لوبډلې پر وړانډې ثبت کړه.

شهزاد محمدي په ۱۸ توپونو پنځوسیزه پوره کړه او بیا یې په ۲۱ توپونو ۵۶ منډې وکړې، چې شپږ یې شپږیزې او ۳ یې څلوریزې ووهلې.

هغه د اتم اوور په لومړي توپ چې کرېس جورډن ترسره کړ، په لانګ ان پوله کې د فېلېپ سالټ له خوا کېچ شو، که فیلډر نه وای، دغه توپ هم شپږیزه و.

ترې دې دمه شهزاد چټکه نیمه سلیزه کې سږ کال هم لومړی دی.

تېره ورځ یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم واخېسته.

۲۰۱۸ کال کې تر شهزاد وروسته دوهمه چټکه نیمه سلیزه

دوهمه چټکه نیمه سلیزه تېر کال په لس اوریز لیګ کې د ویسټ انډیز نیکولاس پوران وهلې وه، هغه چې تېر کال له نارترن ورېئرز لوبډلې سره لوبېده؛ نو په ۱۶ توپونو یې د پنجابي لېجېنډز لوبډلې پر وړاندې نیمه سلیزه وهلې وه.

پرون د نومبر په ۱۹ مه نېټه یې د لیګ په ۱۴ مه لوبه کې په ۲۴ توپونو د ډیلي بولز لوبډلې پر وړاندې نیمه سلیزه ووهله.

۲۰۱۸ کال لس اوریز لیګ کې دریمه چټکه نیمه سلیزه

د سویلي افریقا کیڼ لاسي الراونډر وېن پرنېل په ۲۰۱۸ م کال کې دریمه چټکه نیمه سلیزه ووهله، هغه په ۲۰ توپونو نیمه سلیزه وهلې وه او د کېرالا نایټس لوبډلې لپاره یې چټکه لوبه وکړه.

پرنېل د سندي لوبډلې خلاف لوبه کړې وه.

د ۲۰۱۸ م کال څلورمه چټکه نیمه سلیزه

برېنډن مکالم او انډریو فلېچر، چې یو د نیوزیلېنډ او بل د ویسټ انډیز نه دی، په ۲۱ توپونو نیمه سلیزې ثبت کړي دي.

فلېچر د پښتونز لوبډلې لپاره د راجپوتس خلاف لوبه کړې وه او مکالم بیا د راجپوتس لوبډلې لپاره لوبېدلی و.

فلېچر د مکالم د چټکې نیمه سلیزې ځواب په مساوي توپونو ورکړ.

پنځمه چټکه نیمه سلیزه

انګلستاني جېسن رای او اسټرالیایي شېن واټسن دواړو په لس اوریز لیګ کې په ۲۴ توپونو، نیمه سلیزې وهلي دي.

واټسن د کېرالا نایټس پر وړاندې لوبه کړې وه او رای د بنګال ټایګرز لپاره د نارترن وريئرز لوبډلې پر وړاندې لوبېدلی و.

تر اوسه د لس اوریز لیګ نورې لوبې پاتې دي او انتظار کوو، چې لا به کوم لوبغاړي چټکې نیمه سلیزې ثبتوي.

تر اوسه په دغه لیګ کې اسټرالیایي کرېس لیین د ۲۰۱۹ م کال زیاتې منډې په یوه پاڼۍ کې کړي دي، هغه د دغه لیګ په ۱۱ مه لوبه کې د ابو ظبي لوبډلې پر وړاندې په ۳۰ توپونو ۹۱ ناسوځېدلې منډې وکړېو ۷ یې شپږیزې او ۹ یې څلوریزې ووهلې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې واخېسته.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی