فوټبال کرونا نړۍ

د یوونټوس کلب نوموتی فوټبالر ډیبالا هم په کرونا اخته سوی!

د آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او د ایټالوي کلب یوونټوس تکړه بریدګر لوبغاړی ډیبالا او مېرمن یې هم په کرونا ویروس اخته سوي.

څو ورځي مخکي داسي راپورونه خپاره سول، چي ډيبالا په کرونا ویروس اخته سوی، خو وروسته ئې ډاکټرانو تر سمي معایني وروسته اعلان وکړ، چي پایله ئې منفې ده او ډیبالا په کرونا ویروس ندی اخته.

خو اوس دې لوبغاړي خپله تایید کړه، چي په کرونا ویروس اخته سوی او پایله ئې مثبته ختلې.

دا په داسي حال کي ده، چي د یوونټوس کلب دا درېیم لوبغاړی دئ، چي په کرونا ویروس اخته کیږي.

تر دې مخکي د دې نړیوالي لوبډلي دوه نور لوبغاړي دنیله روګاني او بلیز ماتویدي هم په کرونا ویروس اخته سوي.

تر هغه وروسته د یوونټوس کلب ټول لوبغاړي، کارکونکي او روزونکي، چي ټول ۱۲۱ کسان کېدل قرنطین سوي.

ډیبالا اوس د ۲۶ کالو دئ، چي د یوونټوس لپاره ئې ۱۵۲، خو د آرجنټاین لپاره ئې بیا یوازي ۲۹ لوبي ترسره کړي دي.

دې لوبغاړي د یوونټوس لپاره په یادو لوبېدونکو ۱۵۲ لوبو کي ۶۴ ګولوهني ترسره کړي دي او د آرجنټاین لپاره ئې بیا په ترسره کړو ۲۹ لوبو کي یوازي ۲ ګولوهني ترسره کړي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ