مارچ 5, 2021

د یوه ښه ټولنیز شخصیت لپاره څو مهم ټکي

ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱- شکسته نفسي وکړئ.
که يو څوک ستاسو په اړه مثبت نظر لري، نو هڅه مه کوئ چې نظر ته يې بدلون ورکړئ! بريالي انسانان د هغه ستاينو په اړه چې د نوموړي په هکله کېږي، چانې نه وهي!
وګورئ، تر دې دمه څو ځلې هغو کسانو چې ستاسو د لباس ستاينه کړې او تاسو نه ده منلې او يا هم حتا ډېر بد ځواب مو ورکړی.
۲- ارام بښونکي څه واورئ او زمزمه وکړئ.
کله ناکله ښکلي تلاوتونه، شعرونه، حماسي ترانې، موزيکال غږونه او داسې نور څه چې خوښېږي مو؛ وايې ورئ او زمزمه يې هم کړئ. پرته له شکه چې دا کار به مو نارامه فکر بدل کړي.
۳- په خپل ځان پام کوئ.
جسمي نامناسب حالت، مو بريا ته د رسېدو لار اوږده او ستونزمنه کوي.
حتی که کله ناکله د سر ګرولو لپاره وخت هم نه لرئ، نو د ځان په اړه مه بې تفاوته کېږئ. هره ورځ د ۳۰ دقيقو لپاره ورزش وکړئ او سالم خواړه وخورئ. خپل ځان ته پام کول مو پر نفس اعتماد لوړوي.
۴- په جمع يا ډله کې د خبرو کولو څخه وېره له منځه يوسئ.
په ډېر ګومان سره ستاسو يو مهم ډار، په ډله کې د خبرو کولو څخه وېره ده.
که د وينا او خبرو اترو مهارتونه مو لوړ کړئ، نو پرته له شکه چې ټولنيزې اړيکې به مو پياوړې شي، هغه کسان چې تاسو ته د دندې وړانديز کوي، احتمال به يې ډېر شي او حتا د عوايدو په برخه کې به مو ډېروالی راشي. ډار او وېره له منځه يوسئ، څو ډېر څه لاس ته راوړئ.
۵- د هغو موضوعاتو په اړه چې علاقه لرئ، خبرې وکړئ.
هڅه وکړئ داسې بنسټونو، ټولنو او ادارو سره په اړيکه کې شئ چې هلته وکولی شئ د خپلې خوښې موضوعاتو په اړه وينا وکړئ. مهمه نه ده، چې له هر ځايه دې تاسو ته مثبت ځوابونه راشي، معمولاً په لومړيو کې به د ستونزو سره مخامخ شئ؛ خو هېڅکله به نه ناهيلي کېږئ. له وړو غونډو او سيمه ييزو ټولنو سره په اړيکه شئ او په همدې اړه ورته وړانديزونه وکړئ، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د ويلو لپاره بايد يو څه ولرئ.
په دا ډول غونډو کې په ګډون سره شهرت لاس ته رواړئ، د مثبتو او اغېزمنو څېرو سره بلدېږئ او د پرمختګ ډېرې نورې لارې هم موندلی شئ.