Advertisements
رسنۍ

د ګوګلي ماسټر او بنګله دېشي غوره الراونډر لفظي شخړه.

ليکنه: سمیع الله درانی

د درې اړخیزې لوبلړۍ په دریمه ورځ او دریمه لوبه کې، چې د افغان لوبډلې دوهمه لوبه وه، پکې یې بنګله دېش تر فشار لاندې نیولی و.

کله چې د اوپنر لېټن ډاس وېکټ مجیب الرحمن په کېچ سره وغورځوله؛ بیا نو ون ډاون بنګله دېشی لوبډلمشر شکېب الحسن او د راشدخان د آې پي ایل د لوبو خوږ ملګری ویشتن ځای ته راغی.

دا چې راشدخان له شکېب الحسن سره نږدې ملګرتیا لري او ډېری وختونه په لوبغالو کې ګپ لګوي؛ د سپټمبر په ۱۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ په شکېب الحسن د راشدخان خبرې بدې ولګېدې او لوبڅار ته یې شکایت وکړ.

راشدخان د تېر په څېر شکېب الحسن سره ګپ ولګاوه او د هغه د خوش طبعۍ لپاره یې هغه سره خبرې وکړې؛ خو شکېب الحسن چې د بنګله دېشۍ لوبډلې لوبډلمشر و؛ خورا تر فشار لاندې و او د راشدخان په هکله یې لوبڅار ته دا ګیله وکړه، چې راشدخان ماته مزاحمت کوي او غواړي چې ما وسوځوي.

لوبڅار افغان لوبډلمشر ته راغی او ورته یې وویل چې له شکېب څخه قرار شي.

دا مهال ګوګلي ماسټر هم غوسه شو او لوبڅار ته یې وویل چې ما خو هغه فزیکي نه دی ګواښلی او دا چې زه له هغه سره ګپ لګوم؛ نو هغه ته مې د خوش طبعۍ په وجه یوه خبره وکړه؛ همدا وخت لوبڅار او افغان لوبغاړي ترمنځ راغلل او ستونزه یې حل کړه.

راشدخان غوښتل چې لوبه له ضدو ضدبازۍ څخه راووځي او د مینې فضا ته داخله شي؛ خو شکېب الحسن دا خبره په بده واړوله.

کله چې مجیب الرحمن خپل اوور ته راغی او د شکېب پر وړاندې یې خطرناک توپ وغورځاوه؛ نو شکېب په مېډ وېکټ د ستر شاټ وهلو هڅه وکړه همغه وو، چې په شارټ مېډ وېکټ کې له دایرې نه لږ بهر راشدخان د شکېب کېچ واخېست او رخصت یې کړ.

خان د شکېب په سوځولو سره هغه سخت وننګاوه او چېغې یې ووهلې.

نو راشدخان له شکېب څخه د هغه د شکایت غچ د هغه په کېچ نیولو سره واخېست او لوبه یې هم ترې په ۲۵ منډو وګټله.

کله ناکله لوبه کې داسې کېږي، چې ذهناَ سړی نا ارامه وي او عادي خبره هم پرې بده ولګېږي، نو خبره تر لفظي او ان فزیکي شخړې رسېږي، لنډه دا چې لوبغاړو ته د لوبې کولو تر څنګ غوره اخلاق هم ډېر مهم دي او بل بنګله دېش کوربه هېواد دی؛ نو لوبغاړي یې باید مېلمانه په ناچیزه خبره خفه نه کړي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی