د ګوښي‌توب یا انزوا لاملونه او درملنه یې

ژباړه او زیاتونه
ځینې وخت انسان د ژوند له ناچاریو/ بې خوندۍ دې ته اړ کېږي چې له ټولو خلکو ځان لرې او ګوښي‌توب غوره کړي. انزوا یا ګوښي‌توب بېلابېل تعریفونه لري چې عموما داسې تعریف کېږي: له اړیکو لرېوالی، اضطراب، اندېښنه، پر ځان نه باور،‌د احساساتو پټول، وېره، د خپلو حقونو بابېزه ګڼل ګوښي‌توب یا انزوا ده.

لاملونه یې:

لاملونه یې یو له بل سره توپیر لري؛ خو کېدی شي ګډ علت یې د زړه او باور ماتېدل، د اړیکو خرابېدل، په نه ملامتیا کې پړ کېدل، ناکامي او ماتې وي.
درملنه یې څه ډول کولای شو؟
اووه ساده حللارې د دې ستونزې د له مینځه وړلو لپاره شته.
۱: د خواله رسنیو کارونه کمه کړئ!
هغه کسان چې د ورځې تر دوو ساعتونو زیات خواله رسنۍ کاروئ، ډېری ګوښي‌توب ته لېواله کېږي. په دې رسنیو کې خلک داسې ژوندونه ویني چې یوازې د خلکو د خوښې یا پام اړولو لپاره په مصنوعي/تمثیلي بڼه جوړ شوي او رښتیني نه دي. کله چې خلک دومره ښایسته او بې‌عیبه څېرې او مډرنه ژوندونه ویني، داسې فکر کوي چې دوی وروسته پاتې دي یا له ترې محرومه دي. خپل عادي ژوند له مصنوعي ژوند سره پرتله کوي، بلاخره ځان ورته ناکام او غریب ښکاري، پر ګوښه‌توب اخته کېږي‌؛ نو ژر تر ژره باید د خواله رسنیو کارونه حداقل ته راورسوي او ځان ترې لرې کړي.
۲: ډېر وخت  دباندې وګرځئ!
که غواړئ چې له انزوا او یوازېتوبه ځان بېغمه کړئ، هڅه وکړئ داسې ځایونو ته تګ راتګ زیات کړئ چې هلته له خلکو سره د تعامل زمینه درته برابره او تاسو له منفي فکرونو لرې وساتي. طبیعت ته تلل یا د ښه ملګري لیدل مهمه ونډه لري. تازه هوا تنفس کړئ څو خلق او خوی مو پرې سم شي.
۳: له یوه ملګري/ې سره مو په دیجیتلي بڼه اړیکه ونیسئ!
که چېرې د نږدې لیدلو امکانات یې نه و، هڅه وکړئ وخت ناوخت له ملګرو سره ټلیفوني اړیکه ونیسئ او کیسې ورسره وکړئ.
۴: له حده زیات کار مه کوئ!
که چېرې تاسو داسې کس یاست چې هممهاله څو دندې لرئ او سخت سرګردانه یاست، کوښښ وکړئ چې یوه دنده ونیسئ؛ خو ځان مو پکې هوسا کړئ. هر څومره چې پر تاسو کاري فشار ډېرېږي، هومره د ذهني فشار کچه لوړېږي‌ او انزوا ته مو استوي. ستړیا مو لرې او انرژي مو زیاته کړئ چې ګوښي‌توب غوره نه کړئ.
۵: د ټلویزیون له ډېر لیدلو ځان وساتئ!
په ورځ کې څو دقیقې ټلویزیون لیدل پام بدلوي؛ خو که همداسې پرله پسې څو ساعته یوه خپرونه یا سریال وګورئ، ګوښه پاتې کېږئ او غوره ګنئ چې له خلکو سره د اوسېدو پر ځای د ټلویزیون پر لیدو وخت ولګوئ. همدا وي چې پر ګوښي‌توب اخته کېږئ.
۶: کور چارې سمبال کړئ!
د دې پر ځای چې پر منفي فکرونو مو ذهن او ځان بوخت کړئ، هڅه وکړئ چې د کور دنننه مو څومره کارونه دي ښه په مینه او لېوالتیا یې سرته ورسوئ. که دا چاره ډېر وخت تکرار کړئ، بلاخره به له انزوا بېغمه او عادي ژوند ته راوګر‍ځئ.

وروستي مطالب