فبروري 25, 2021

د ګوندونو نوې غوښتنه؛ د نوم لیکنې بهیر لغوه کیدل معقول او ممکن دي ؟

د هېواد یوه لویه برخه مطرحو سیاسي جریانونو پرون د یوې ګډې غونډې له رابللو سره غوښتنه وکړه، چې د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د نوم لیکنې ترسره شوی بهیر دې لغوه شي.
د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي ترڅنګ جمیعت اسلامي، حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان ، ملي اسلامي جنبش، د مخکیني ولسمشر حامد کرزي استازی، حراست او ثبات شورا، ملي محاذ ګوند او د افغانستان نوې ملي جبهه د دغې غوښتنې مطرح کوونکي سیاسي جریانونه دي.
سیاسي جریانونه دا غوښتنه په داسې مهال کوي، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر یو ځل رسماً پای ته رسیدلی او په شلو ولایتونو کې دغه بهیر د یوې اونۍ لپاره بیا پيل شوی.
د سیاسي جریانونو په ګډه اعلامیه کې د نوم لیکنې دغه بهیر «ناقص» ، «فساد ځپلی» ، « د درغلۍ او بحران زمینه جوړونکی» ګڼل شوی او ویل شوي، چې پر دې بهیر میلیونونه ډالره بې ځایه لګول شوي.
دوی غوښتنه کړې، چې د رڼو ټاکنو او له درغلۍ خوندي او ټولمنلو ټاکنو لپاره باید دغه ترسره شوی بهیر لغوه او د ګوتې نښه کولو په ټیکنالوژۍ سمباله دویم ځلي نوم لیکنه وشي.
د ټاکنو خپلواک کمیسون دا غوښتنه ناوخته ګڼلې او ویلي، چې د شاوخوا نهه میلیونه رایه ورکوونکو تر نوم لیکنې وروسته د دغه بهیر لغوه کول ممکن نه دي.
نامعقوله او نا ممکنه غوښتنه
د سیاسي ګوندونو دا غوښتنه له لویه سره نامعقوله او نا ممکنه ده . په دې مانا، چې د نوم لیکنې په بهیر کې ستونزې له پامه نه شي غورځول کیدای ، خو یو مخ د بهیر د لغوه کولو غوښتنه؛ هغه هم له پای ته رسیدو څخه وروسته یې ډېره مغرضه او بې منطقه ښکاري.
سیاسي ګوندونه حق څه، چې مسولیت لري څو د ټاکنو د روڼتیا او بریاليتوب لپاره خپلې طرحې، غوښتنې او اعتراضونه شریک کړي . خو دا هرڅه باید پر خپل وخت، د اصولو او شرایطو مطابق او منطقي وي.
زموږ سیاسي جریانونو له بده مرغه د ټاکنو په ګډون ډېرو مهمو مسایلو سره سطحي، مقطعه یي او سلیقوي چلند کړی، چې پایلې یې نه دوی ته ښې تمامې شوي او نه د دا ډول پروسو او وطن لپاره.
د دغو سیاسي جریانونو ډېر ټینګار او هڅه پر دې ده، چې پارلماني ټاکنې ګوند محوره او پخپل انحصار کې راولي .
البته په اوږد مهاله ډول د داسې ټاکنیز سیستم لرل او پياوړي ګوندونه هم زموږ او پياوړي نظام اړتیاوې دي، خو په سمدستي ډول د داسې نا ممکنه غوښتنو د پوره کولو لپاره د ټاکنیز بهیر ننګول معقول او منطقي کار نه دی.
سیاسي ګوندونو ته ښایي، چې د دا ډول غوښتنو د پوره کولو لپاره یې لا له وړاندې خپل مسولیتونه پېژندلي او درک کړي وای .
دوی ډېر ناوخته میدان ته شوي، چې له هڅو یې د بدنیتۍ او بد غرضۍ بوی راځي . دغو ګوندونو که ریښتیا د نوم لیکنې له دغه بهیر سره ستونزه لرله، لازمه وه چې له پيله یې په مناسب وخت کې اعتراض پرې کړی وای.
اوس څه کول په کار دي ؟
اوس ډېر ناوخته، چې د همدې ډول نوم لیکنې تر چتر لاندې دغو ګوندونو خپل نوماندان اعلان کړي او ثبت کړي، د دا ډول غوښتنو مطرح کول معقول او مناسب نه ښکاري.
سیاسي ګوندونو ته ښایي، چې خپلې غوښتنې له وخت سره په مطابقت برابرې او مطرح کړي . اوسنۍ غوښتنې سره له دې، چې معقولې ښکاري خو ډېر ناوخته مطرح شوي.
په اوس وخت کې به غوره دا وي، چې سیاسي ګوندونه د ټول ټاکنیز بهیر د ننګولو پرځای په نېمګړي ډول د دغه بهیر د سمبال شویو کارونو د سمې پایلې لرلو لپاره لاس په کار شي.
که ګوندونه لاس په کار شي، کولای شي چې د راتلونکو ټاکنو د ښه نظارت له زمینه سازۍ او پر دې برخې له ډېرې پانګونې سره د ټاکنو د درغلیز کیدو او بحراني کیدو اندیښنې حل کړي.

د شعلې فلم ګبر څوک و؟

لیکوال: مریم صدیقي - برخه : سینما او موسیقي

د هند په سینما کې داسې ډېرې څېرې تېرې شوی، چې تر مړینې وروسته یې هم خلکو ستایلي او تر اوسه د خلکو به زړونو کې ځای لري. یو له دې څېرو څخه امجد خان ... نور ولولئ