
په افغانستان د بېوزلۍ د پراخېدو په اړه د بېلابیلو نړیوالو سازمانونو له خبرداریو ورسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنري (یو ان اچ سي ار) وایي په افغانستان کې ډیری کورنیو ورته ویلي چې ستونزو سره د مقابلې لپاره له زیان رسوونکو تګلارو کار اخلي.
یو ان اچ سي ار په خپل تازه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ د جنوري په ٢٩مه نیټه خپور شو ویلي، دا تګلارې د شتمنیو پلورل، په واټونو کې د توکو په پلورلو کې د کورنۍ د غړو ګډون، ښوونځي ته د ماشومانو نه استول، پور اخیستل او د جدي روغتیايي ستونزو په درملنه کې ځنډ دی.
یو ان اچ سي ار دغه شان ویلي چې افغان ښځې او نجونې لومړنیو خدمتونو او مرستو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي چې دا د سیستماتیک تبعیض او د دوی پر تګ راتګ د محدودیتونو ښکارندويي کوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنري ویلي، په ډسمبر په میاشت کې د سروې شویو کسانو تر منځ، د کورنیو ٥٦ سلنه سرپرستانو ورته ویلي چې د یو یا څو ډوله زیانونو سره مخ شوي، چې دا د راپور په ټکو د نومبر میاشتې په پرتله 6٪ کموالی ښيي.
د دغه سازمان په خبره، خوراکي توکي او ورپسې د جامو مرستې تر ټولو مهمې اړتیاوې دي چې سروې شویو کورنیو یادې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (OCHA) د راپور له مخې، سږ کال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.