د کورونا دریمه څپه او د افغان حکومت اندېښنې

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې هېواد د کرونا د درېیمې څپې له ګواښ سره مخ دی.

د یاد وزارت ویاند زیاته کړې، دوی د کرونا له تېرو څپو مهمې تجربې ترلاسه کړې او دا چې په ټوله نړۍ کې د دې وبا درېیمه څپه هم پیل شوې ده نو افغانستان هم له دې خطر سره مخ کېدلی شي.

یادو مسولینو همدا راز ویلي چې همدا اوس د کرونا ویروس د نوې بڼې ۷ مثبتې پېښې په جلال اباد ښار کې ثبت شوې نو ځکه دوی د هغو کسانو واکسین پيل کړي، چې له ایران او پاکستان افغانستان ته راځي.

عامې روغتیا وزارت د کرونا په تړاو د احتیاطي تدابیرو نه عملي کول هم د اندېښنې وړ مسئله بولي.

د یاد وزارت مسوولان زیاتوي که عام ولس احتیاطي تدابیرو ته پام ونه کړي ښایي مثبتې پېښې ډېرې شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ هم د عامې روغتیا وزارت ویلي وو، چې په هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

سرچینې زیاته کړې چې یواځې د کرونا د نوي ډول ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

بلخوا تېره ورځ د افغان – جاپان روغتون چارواکو په دغه روغتون کې د ناروغانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی وو او زیاته کړې وه چې د ورځې ۴۰ تر ۵۰ تنه د کرونا وبا د تشخیص لپاره دغه روغتون ته ورځي.

ډاکټرانو زیاته کړې، له یوې اوونۍ راهیسې په دې روغتون کې د ناروغانو شمېر یو ځل بیا ډېر شوی او لا هم ۶۳ کسان په دې روغتون کې بستر دي.

د دغه روغتون د مسوولانو په وینا، ډېری ناروغان د ختیځو ولایتونو چې له پاکستان سره راشه درشه لري، اوسېدونکي دي.