مارچ 4, 2021

د کندهار په کوربتوب د څلورو ولایتونو ترمنځ د ګريډ ۳ سیالۍ پیلېږي.

راپور: عبدالله عادل
د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د ۲۰ درېیمه درجه ولایتونو ترمنځ د هېواد په پینځو زونونو کې د ګریډ ۳ په نامه پنځوس اوریزه سیالۍ پیلېږي.
پر همدې اساس د بُست زون اړوند د څلورو درېیمه درجه ولایتونو، لکه زابل، فراه، نیمروز او روزګان ترمنځ دغه سیالۍ د راتلونکي فبروري پر لومړۍ نېټه پیلېږي چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
له دغو سیالیو څخه به هغه لوبډلې مستقیماً به ګرېډ ټو یا دویمه درجه لوبډلو ته لاره پیدا کړي، چې په ګروپي لوبو کې یې د ګروپ د سر لیکه خپله کړې ده.
د دغو لوبو لومړۍ لوبه د فراه او زابل ولایتونو ترمنځ د راتلونکې شنبې پر سهار نهه بجې ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال هم د چلنج کپ په نامه د بُست زون په مرکز کندهار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ لوبې روانې دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي