اپریل 18, 2021

د کلي نجونې او میرمنې ولې د ښار د مېرمنو په پرتله تیز رنګ جامې او سینګار خوښوي؟

په کلیو کې مېرمنې او ښځې تل تیز او روښانه رنګ جامې اغوندي او تیز رنګ سینګار کوي او تیز رنګونه خوښوي، خو د دې خلاف په ښارونو کې بیا نجونې او مېرمنې تیز رنګونه نه خوښوي او هڅه کوي، چې پیکه او ساده رنګ جامې او سینګار وکړي.

دا چې ولې د کلي مېرمنې تیز رنګونه خوښوي او ښاریان بیا پیکه او ساده رنګونه خوښوي په دې لیکنه کې مو بېلا بېل نظرونه را خیستي، چې لاملونه یې څه دي او ولې د ښاریانو او کلیو د وګړو تر منځ دا توپیرونه لیدل کېږي.

لومړی مو په دې اړه د جرمني غږ راډیو خبریالې ګل غوټۍ پوپل نظر را اخیستي، چې هغه په دې اړه دا ډول نظر لري:
زما په نظر هر څومره چې ژوند پرمختګ کوي او په اصطلاح عصري کېږي، نو ښځو ته هم د زده کړو او د کور څخه دباندي د کار کولو زمینه برابریږي؛ چي په دي ډول دوی ته د موډ او فیشن یا کالیو د اغوستلو تر څنګ نور څه هم مهم کېږي.

دغه تفاوت د افغانستان د کلیو په نسبت په ښارونو کې او د هغه په نسبت بیا خارج کې نور هم ډېر وي.

لکه څنګه چې اوس دنیا د انټرنیټ له لارې سره یوه ده، نو پر دغه ښاري ژوند باندې د خارج ژوند هم تاثیر اچوي.

موږ وینو چي په خارج کي ښځو او نجونو ته موډ او فیشن اصلاٌ مهم نه دی، هغوی ډېر ساده کالي اغوندي ارایش تقریباٌ هېڅ نه کوي او دا کوښښ کوي، چي د ژوند په نورو چارو کي تر نارینه وو لا مخ ته ولاړې شي. خو په کلیو کې بیا خبره برعکس ده، هلته یوازې نارینه مجبوره دي، چې فامیل ته نفقه برابره کړي او ښځې په کور کې وي او وخت یې ډېر وي.

د هغوي لپاره سیالي او شریکي د نورو سره ناسته ولاړه او داسې نور شیان لکه ارایش او د ډول ډول کالیو اغوستل او سره زر مهم وي.

د بلې خوا هره ښځه چې ډېر ارایش یې کړی وي، نو په مجلسو کي ډېره د توجه وړ وي او دوی ته هم مهمه همدا خبره ده.

خو برعکس د ښار ښځې بیا کوښښ کوي، چي یو څه ساده وګرځي او نه غواړي د نورو جلب توجه وګرځي.

په تېره بیا د افغانستان غوندي هیوادونو کي چي جنسي ځوروني هم ډېري دي، ښځي مجبوریږي،چي له تیز فیشن او یا هم فیشني کالیو له اغوستلو څخه ډډه وکړي.

د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د ماسټرۍ محصل ښاغلی صافی بیا په دې اړه وایي:
زما په اند دا خبره یوازې په مېرمنو کې نه په نارینه وو کې هم شته او د کلي نارینه نسبت د ښار هغه ته تیز رنګونه خوښوي. دا به تاسو ته هم معلوم شوي وي.

بل دا چې په کلیو کې تر ډېره د یو فکر خلک اوسي او په ښار کې د مختلفو فکرونو وګړي ژوند کوي. د ښاري ژوند انسان دې ته اړ باسي، چې د ښه ژوند کولو له پاره ښه دنده ولري او دنده کې بیا تیز رنګ جواز نه لري، ځکه دندو ته خلک په سنګینو او رسمي جامو کې ځي.

دلته چې یو انسان روزانه او مسلسل یو کار ترسره کړي، نو هغه کار د انسان لا شعور اغېزمنوي او په ښاري ژوند کې انسان له پورتنۍ مسالې اغېزمن دی.

ځکه په ښاري ژوند کې خلک تېز رنګونه نه خوښوي. پاتې شوه د کلي مساله، په کلیو او لرې پرتو سیمو کې د خلکو ډېری دنده کرنه ده او رسمي دندو پسې نه ځي، نو دوی ټوله ورځ په کروندو کې وي او د کروندو رنګونه تیز وي لکه سور، زرغون او داسې نور او مخکې مې هم وویل، چې ته کله یوه چاره په مکررډول تکرار کړې یا دې ژوند کې تکرار شي هغه دې لا شعور اغېزمنوي.

نو څنګه چې طبیعت له تېزو رنګونو جوړ دی د کلي اوسېدونکي له هغې په الهام اخیستنې تیز رنګ ته اهمیت ډېر ورکوي او ښاري خلک چې رسمیاتو ته ډېر ارزښت ورکوي او رسمیاتو کې بیا تیز رنګ ځای نه لري، نو ځکه تیره رنګونه خوښوي.

دا د هغو کسانو نظریات وو، چې په ښار او یا هم له افغانستان څخه بهر ژوند کوي، دا چې د کلي وګړي په دې اړه څه نظر لري، له دوی څخه به یې واورو.

هوسۍ چې د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکې ده په دې اړه داسې وایي: زما خپله ځکه تیز او روښانه رنګونه خوښېږي، چې د تیز رنګ کالیو او سینګار په کولو سره زه ځان خوشحاله احساسوم. زما په فکر ځوانان باید روښانه رنګ کالي واغوندي.

زه خپله کله چې ساده رنګ جامې واغوندم، ځان راته د سپین سرو ښځو غوندې ښکاري او خوابدي کېږم، نو ځکه مې خیره رنګونه نه خوښېږي او تیز رنګ خوښوم.

بل دا چې د ځوانانو او سپین سرو د کالیو تر منځ باید توپیر وسي، ساده او خیره رنګونه جامې خو د سپین سرو ښځو له پاره وي او ځوانان باید تیز او شوخ رنګونه واغوندي، ځکه همدا د دوی وخت دی، چې تیز رنګ واغوندي او دا چې دښار نجونې او مېرمنې تیز رنګونه نه اغوندي شاید علت یې دا وي، چې دوی دباندې کار کوي او بل دا چې د ښار خلک د کلي په پرتله دومره د ذوق خاوندان هم نه دي.

دا چې د کلي نجونې او مېرمنې تیز رنګ جامې او سینګار خوښوي او د ښار خلک یې بیا نه خوښوي په دې اړه بېلا بېل نظریات دي؛ زما په اند بیا د کلي ښځې ځکه تیز رنګونه خوښوي، چې تیز رنګ انسان ته خوشحالي ورکوي او د تیز رنګ په اغوستلو سره انسان ځان خوشحاله احساسوي او انسان تر ډېره پورې له خپل چاپېریال څخه هم اغېزمنېږي، دا چې په کلیو کې تر ډېره د کروندو او باغونو رنګونه تیز وي، نو ځکه انسانان له دې څخه په الهام اخیستنې سره تیز رنګونه خوښوي او بل دا چې که له کلتوري اړخه ورته وګورو، زموږ په کلتوري برخه کې له پخوا څخه تیز رنګه او فیشني جامې دود دي او هرې میرمنې دا هڅه کړې چې تیز رنګه او فیشني جامې واغوندي، نو ځکه له دې پخواني دود څخه لا هم د کلي میرمنې اغېزمني دي او خپلې پخوانۍ جامې او دودونه یې ساتلي دي.

روان پوهان وایي: هغه کسان چې تیز رنګونه خوښوي او تیز رنګ جامې اغوندي، دوی په ژوند کې شوخ او خوشحاله دي او هغه کسان چې سینګینه جامې اغوندي هغوی د روان پوهانو په اند ارامه او غمګینه دي.

د بهر نړۍ خلک تر ډېره ساده رنګونه جامې اغوندي او ارامه طبیعت هم لري. دوی سینګار هم له پیکه رنګونو څخه کوي، دا چې اوس نړۍ د یوه کلی جیثیت غوره کړي او د ښار خلک تر ډېره د انټرنیټ له لارې له نړۍ سره په اړیکه کې دي، نو ځکه د ښار خلک تر دېره د بهر نړۍ له فرهنګ څخه اغېزمنه ده او د کلي مېرمنو بیا تر ډېره خپل دود او کلتور ساتلی.