ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د کفر ویره

لیکنه: نعمان دوست

د میرمنې ساه لنډه لنډه کیده. زموږ انګړ ته را دننه شوه. د خونې دیواله ته یې تکیه ووهله. له تور پوړني یې له ګونځو ډک مخ ښکاریده. سترګې یې کولکونو کې ننوتلې وې. ویل یې: چربانګ ( پیشلمی) مې له یوې پیالې چای سره یوه کپله سړه ډوډۍ وخوړه. اوس مې پښې کمزورې دي او کور په کور نشم ګرځیدلای.

هغې خبره پسې وغځوله: نور شیان په خپل ځای، خو سړو اوبو سره به څه کوو. تړمې اوبه مې له مرۍ نه تیریږي او هغه هم په روژه کې. یخې اوبه به له کومه کړم، یخ خو په پیسو دی.

دا بوډۍ د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسیدونکې وه. د هغه ځای چې (بشردوستانو) ورته د بشري مرستو په ځای ( د بمونو مور) ډالۍ کړ. د هغه ځای چې جګړه پکې زړه شوه. د افغان انسان وژنه پکې وړیا شوه. د یوه وطن خلکو یو په بل پسې رااخیستې. چړۍ دې چې پر مریو خولې خښوي او سرونه دې چې له تنو جلا کیږي.

دا ادې اوس له خپلې سیمې د جګړو له ویرې را تښتیدلې. جلال اباد ښار ته نږدې په یوه کنډواله کې اوسیږي او په دې زاړه ځان ورته د نږوراو لمسیانو سرپرستي او د هغوی د وږو ګیډو ډکول ور تر غاړي دي.

هغې ویل: بچکه، خپل کلی ښه و. که غریبي وه هم پروا یې نکوله. هر څه له پټیو و، د خپلو غواګانو شیدې او مستې را رسیدلې، اوس خو آن د سړو اوبو په ارمان یوو.

د هغې زوی د کوم جرم مرتکب پیژندل شوی دی او په وینا یې له شپږو کلونو راهیسې د تورو پنجرو شاته پروت دی. دلته د تورو مېلو شاته ډیری همدغه شان بندیان پراته دي. هغوی چې ستر جرمونه کوي، یا مجرم نه ګڼل کیږي او یا د قانون منګولو کې دومره زور نه وي چې راټینګ یې کړي.

په هر صورت، خبره د فقر ده. خبره د دې وطن د خلکو ده. د داسې خلکو چې له نیمايي زیات یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي خو دې ژوند ته یې هم څوک نه پریږدي. وژني یې. ټپیانوي یې او کورونه یې ړنګوي.

روژه ده. د ماښام اذان به وشي، خو د هغې او کورنۍ مخې ته به یې د برکتونو په دې میاشت کې هم خالي دسترخوان ویړ وي او یوازې د وچې ډوډۍ څو ټوټې به پرې پرتې وي.

دا یوازې د اچین د مور کیسه نه ده. د دې وطن په ډیرو کورونو کې همدا حال دی؛ خو د دود او دستور له مخې څوک غږ نه کاږي. هره سخته د څلورو دیوالونو منځ کې تیروي او د خپلې ولږې کیسې چاته نه کوي.

له یوې خوا خونړۍ جګړه په ټول شدت روانه ده، له بلې خوا اداري فساد په اوج کې دی. کومه وینه چې د جګړې د تورې بلا له زبیښلو پاتې شي، هغه اداري مفسدین زبیښي. دې زبیښاک خلک ډیر بې وسه کړي او ژوند یې ور تریخ کړی دی.

جلال اباد ښار اوس له داسې کورنیو هم ډک دی چې خپلې سیمې یې د جګړې له ویرې پرې ایښي. مال، جایداد هر څه ترې پاتې او د بېوسۍ ژوند تیروي. دوی کې داسې کورنۍ هم شته چې دیرې به یې له میلمنو ډکې وې، خو اوس خپله د نورو خیر او کرم ته اړ دي.

په هر قیمت چې وي دا جګړه باید ودرول شي. دا پردی او تپل شوی جنګ باید له دې سوزیدلې خاورې نور لرې شي. جګړه مو د آب او عزت خلک په سوالګرو بدلوي. جګړه رانه انساني شرف اخلي. جګړه فقر زیږوي او فقر کې آن د کفر ویره ده؛ ځکه خو حدیث کې راځي:”کاد الفقر أن یکون کفراً” یعنې: نږدې ده چې فقر د کفر لامل شي

محمد نعمان دوست
دویمه روژه، ۱۳۹۷

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نعمان دوست

نعمان دوست تکړه افغان لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز فعال دی. دا لیکنه یې په ځانګړې توګه د یاران لپاره ده.