سپورټ نړیوال کرکټ

د کرېس ګېل چټکه سلیزه، ایوین لیویس په سترو شپږیزو وننګوله.

سمیع الله درانی

د ویسټ انډیز سوداګریزو سیالیو یا سي پي ایل کې اوومه لوبه د سېنټ کېټس نیویس پېټرېئټس او جمېکا ټلاواس لوبډلو ترمنځ وشوه.

ټلاواس په شل اورونوکې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د کرېس ګېل د ۱۱۶ منډو او د چادوېک والټن د ۷۳ منډو په مرسته ۲۴۱ منډې وکړې.

ګېل په ۶۲ توپونو د لس شپږیزو او ۷ څلوریزو پر مټ ۱۱۶ منډې تر سره کړې، چې چټکه سلیزه وه.

بل پلو بیا ده سره والټن په ۳۶ توپونو ۷۳ منډې ور ګډې کړې، هغه ۸ شپږیزې او درې څلوریزې ووهلې.

سېنټ کېټس لوبډلې د کرېس ګېل دې لوبډلې ټلاواس ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ، اوپنرانو ایوین لیویس او ډېوون توماس ۱۲۱ منډې په لومړۍ وېکټ وکړې.

توماس په ۴۰ توپونو ۷۱ منډې وکړې، چې ۳ شپږیزې او ۸ څلوریزې پکې شاملې وې.

توپاني توپ وهونکي ایوین لیویس بیا په ۱۸ توپونو ۵۳ منډې جوړې کړې، چې شپږ یې شپږیزې او ۳ یې څلوریزې ووهلې.

سېنټ کېټس لوبډلې هدف د نولسم اوور په پنځم توپ د ۶ وېکټو په نقصان سره پوره کړ او کرېس ګېل ته یې په ۴ وېکټو ماته ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی ایوین لیویس ونومول شو.

په دې لوبه کې ۲۱ شپږیزې ټلاواس لوبډلې او ۱۶ شپږیزې سېنټ کېټس لوبډلې ولوبولې، چې دواړو پاڼیو کې ۳۷ شپږیزې لګېدلي دي.

ټلاواس لوبډلې ۱۱ څلوریزې او سېنټ کېټس لوبډلې بیا ۲۱ څلوریزې وهلې وې.

په دواړو پاڼیوکې ۳۳ څلوریزې وهل شوي دي.

دواړو پاڼیوکې بیا مجموعي ۷۰ بونډریانې ولوبېدې، چې د پولو یا بونډریانو د باران لوبې لقب ورکړل شو.

کرېس ګېل او چادوېک والټن د سي پي ایل په تاریخ کې اوږوده ملګرتیا وکړه، دواړو په ۷۹ توپونو ۱۶۲ منډې پارټنر شېپ وکړ.

خو دا ملګرتیا ورته ایوین لیویس په بې رحمه توپ وهنې وننګوله او لوبه یې ترې وګټله.

لیویس د کرېس ګېل چټکه سلیزه هم په اوبو لاهو کړه او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم له کرېس ګېل ونیوله.

د سي پي ایل سیالۍ د سپټمبر په ۴ مه نېټه د شپږ لوبډلو په ګډون پیل شوي او د اکټوبر په ۱۲ مه نېټه پای ته رسېږي.

نن شپه یو ځل بیا کرېس ګېل دې د نجیب الله ځدران دې سره مخ دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی