مارچ 8, 2021

د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي افغان لوبډلي درې ګامه شاتګ وکړ!

Advertisements

آی سي سي یا د کرکیټ نړیوالي شورا تازه د درې واړه فارمټونو ټیسټ، یو ورځنیو او شل آوریزه سیالیو کي د لوبډلو درجه بندي اعلان کړه، چي افغانستان د شل آوریزو سیالیو په درجه بندي کي شاتګ، خو د ټیسټ سیالیو په درجه بندۍ کي ئې بیا پرمختګ کړی.
افغان کرکیټ لوبډله د شل آوریزه سیالیو په مخکینۍ نړیواله درجه بندي کي اووم مقام درلود، خو اوس له اووم مقام څخه لسم مقام ته راکښته شوې.
د شل آوریزه سیالیو تازه اعلان شوې درجه بندي:
د شل آوریزه سیالیو په دې درجه بندي کي آسټرالیا په لومړي، انګلستان په دوهم، هندوستان په درېيم، پاکستان په څلورم، سویلي افریقا په پنځم، نیوزیلینډ په شپږم، سریلانکا په اووم، بنګله دېش په اتم، ویسټ انډیز په نهم او افغانستان بیا په لسم مقام کي شتون لري.

د یو ورځنیو سیالیو تازه اعلان شوې درجه بندي:
په دې اعلان شوې درجه بندي کي بیا افغانستان خپل پخوانی لسم ځای ساتلی.
انګلستان ته لومړی، هندوستان ته دوهم، نیوزیلینډ ته درېیم، سویلي افریقا ته څلورم، آسټرالیا ته پنځم، پاکستان ته شپږم، بنګله دېش ته اووم، سریلانکا ته اتم، ویسټ انډيز ته نهم او افغانستان ته بیا لسم مقام ورکړل شوی.

د ټیسټ سیالیو تازه اعلان شوې درجه بندي:
د ټیسټ سیالیو په لس غوره لوبډلو کي بیا دا ځلي افغان لوبډله د پخواني لسم مقام څخه نهم ځای ته تللې او یو قدم یې پرمختګ کړی.
آسټرالیا لومړی، نیوزیلینډ دوهم، هندوستان درېیم، انګلستان څلورم، سریلانکا پنځم، سویلي افریقا شپږم، پاکستان اووم، ویسټ انډیز اتم، افغانستان نهم او بنګله دېش بیا لسم مقام لري.

افغان کرکیټ لوبډلي تر دې مخکي د یو ورځنیو لوبو په درجه بندي کي لسم، د ټیسټ سیالیو په درجه بندي کي هم لسم او د شل آوریزه سیالیو په درجه بندي کي ئې بیا اووم مقام درلود.
خو اوس تازه د شل آوریزه سیالو په درجه بندي کي له اووم مقام څخه لسم مقام ته راکښته شوې، ددې ترڅنګ آی سي سي افغان ټیم په ټیست سیالیو کي له لسم ځای څخه نهم ځای ته پورته کړی.
هاخوا بیا افغان کرکیټ ملي لوبډلي د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندي کي خپل پخوانی لسم مقام ساتلی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي