افغانستان سپورټ کرکټ

د کرکیټ بورډ پخواني مسولین: بورډ کي اجرایه ریاست ته اړتیا نشته باید لیري شي!

د افغانستان د کرکیټ بورډ پخواني مشر نسیم الله دانش او د کرکیټ بورډ پخواني اجرائیه رئیس حامد شینواري دواړو په جلا ـ جلا ډول ویلي، چي د افغانستان په کرکیټ بورډ کي اجرائیه ریاست ته هیڅ اړتیا نشته باید چي لیري شي.

حامد شینواري له یوې نړیوالي رسنۍ سره په خپلي تازه مرکه کي ویلي، چي په افغان کرکیټ بورډ کي باید اجرائيه ریاست لغوه شي، تر څو د کرکیټ بورډ د مشر کار معلوم شي.

شینواري زیاته کړې:

«زه د کرکیټ بورډ د اوسني جوړښت څخه هیڅ نه یم راضي، بورډ کي اجرایه ریاست ته هیڅ ضرورت نشته، زیات بستونه، تشکیلات، بې ضرورته سفرونه او تصمیونه د غریب ملت د سرمایې ضایع ده، ولسمشر د کرکټ د مسایلو نه ناخبره ساتل کیږي، کرکټ ته د هغه د ارزښت په اساس نه کتل کیږي، د دې اوسني وخت نه چې نه لوبې شته او نه بل مصروفیت باید ګټه واخیستل شي او د کرکټ د راتلونکي په اړه دقیق فکر او جدي او قاطع فیصلې وشي.»

د کرکیټ بورډ پخواني مشر نسیم الله دانش د حامد شینواري خبري تائید کړي او ویلي یې دي، چي کرکیټ بورډ کي باید د اجرائیه ریاست پر ځای بل بست پرانیستل شي.

نسیم الله دانش پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، چي په کرکیټ بورډ کي د اجرائیه مشر پر ځای باید اداري او یا هم عملیاتي منېجر وټاکل شي، تر څو له کرکیټ بهر د لویو لویو پریکړو صلاحیت ولري.

هغه لیکلي:

«د اجرایه ریاست د ختمېدو سره باید د هغه بدیل پوزیشن ایجاد شي لکه د اپریشن ډایریکټر او یا اداري ډایریکټر. چیرمېن باید د بور‌‌‌‌‌‌ډ سره یو ځای لوی لوی سترتیژيک تصمیمونه ونیسي او د کرکټ په مایکرو منجمینټ او یا اداري چارو کې زیات دخیل نه وي .بستونه او تشکیلات باید د ضرورت، مالي امکاناتو، او د ادارې د کړنو په اساس وي.»

پر کرکیټ بورډ له وخته ـ وخته د کم او خراب مدیرت له امله نیوکي کیږي.

د دې دوو کسانو ترڅنګ د کرکیټ افغان مینوال هم له مسولینو غواړي، چي په کرکیټ بورډ کي اړین اصلاحات راولي، تر څو افغان کرکیټ پرمختګ وکړي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ