Advertisements
سپورټ

د کرکټ په نړیوالې درجه بندۍ کې افغانستان هم پرمختګ وکړ

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټیسټ او پنځوس اوریزه کرکټ لوبو وروسته د ۲۰ اوریزه سیالیو په رینکینګ یا درجه بندۍ بندۍ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هم یو قدم وړاندې شوه.

د نوې اعلان شوې درجه بندۍ له مخې افغانستان د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې څخه وړاندې په ۸ مقام کې ځای خپل کړی دی.

په وروستۍ تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې پاکستان لمړی، اسټرالیا دویم، هندوستان دریم، نیوزیلینډ څلورم، انګلستان پنځم، جنوبي افریقا شپږم، ویسټ انډیز اووم، افغانستان اتم، سریلنکا نهم، بنګله دیش لسم، سکاټلینډ یولسم، زیمبابوې دولسم او د افغانستان قوي حریف ایرلینډ ۱۷ م مقام ته ګوزار شوی دی.

همدا راز د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټیسټ سیالیو په اعلان شوې درجه بندۍ کې هندوستان لمړی، جنوبي افریقا د ویم، اسټرالیا دریم، نیوزیلنډ څلورم، انګلستان پنځم، سریلنکا شپږم، پاکستان اووم، بنګله دیش اتم، ویسټ انډیز نهم او زیمبابوې لسم مقام خپل کړی دی.

د همدغه وروستۍ اعلان شوې درجه بندۍ په پنځوس اوریزه سیالیو کې انګلستان لمړی، هندوستان دویم، جنوبي افریقا دریم، نیوزیلنډ څلورم، اسټرالیا پنځم، پاکستان شپږم، بنګله دیش اووم، سریلنکا اتم، ویسټ انډیز نهم، افغانستان لسم او زیمبابوې په یولسم مقام کې ځای لري.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی