سپورټ

د کرکټ هغه ۴ لوبغاړي چې هیڅکله په ټیسټ لوبو کې نه دي سوځیدلي

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

ډېری کسان دا مني چې ټيسټ کرکټ تر نور کرکټ ښه دی، ځکه ددې پنځه ورځنيو لوبو په ترڅ کې د لوبغاړو مهارتونه او وړتياوي ډېريږي او معلومېږي.

ټيسټ د شل اووريزو په څېر لوبه نده چې يو لوبغاړی يې هم اړخ بدلولای شي. په ټيسټ کې بايد هر لوبغاړی له ځانه وړتيا وښيي، ترڅو لوبډله تر خپل منزله ورسوي.

هر هغه لوبغاړی چې ډېر زغم ولري او په ډېر ښه تخنيک سره لوبه ترسره کوي، په ټيسټ کي به بريالي وي.

افغانستان هم تېر کال د پوره غړيتوب ترڅنګ د ټيسټ لوبو وياړ ترلاسه کړ، ترټولو مهمه يې لا داده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ تاريخي لوبه د روان ۲۰۱۸ز کال جون مياشت کې د ټيسټ دلومړي مقام لرونکي هيواد هندوستان سره ده.

په کرکټ کې هرڅه پېښېدونکي دي او هرکله ددې امکان شته چې لوبه د يوې لوبډلې له لاسه ووځي او د بلې لاسته ولوېږي.

يابه مو هم اورېدلي وي چې کومو لوبغاړو ډېرې منډي ترلاسه کړي يا يې هم لوبغاړي سوځولي او نور ريکارډونه، خو زه باوري يم چې تاسو به هغه کرکټران نه پېژنۍ چې هيڅکله په ټيسټ کي ندي سوځېدلي.

موږ دلته تاسو ته ۴ داسې کرکټران درپېژنو چې هيڅکله يې خپله ویکټ له لاسه نده ورکړې، لږ زغم وکړئ او دا جالبه ليکنه ترپايه ولولئ:

۱ـ افاق حسين

افاق حسين ښي لاسی اف بريک توپ اچوونکی او ښي لاسی توپوهونکی وو.

حسين په فرسټ کلاس ۶۷ لوبو کې د پاکستان لپاره ۱۴۴۸منډې ترسره کړي وې او ۲۱۴ ویکټي يې ترلاسه کړي چې دا د فرسټ کلاس ترټولو قوي ريکارډ دی.

که څه هم ده په فرسټ کلاس سياليو کې پياوړی ريکارډ هم درلود، خو په ملي لوبډله کې يوازې دوه ځل د انګلينډ او اسټراليا په وړاندې اخيستل سويدی.
ده دا ځل په ټيسټ کرکټ کي هم ریکارډ جوړ کړ، ځکه په ټيسټ کرکټ کې په لومړي ځل ۶۶ منډې ترسره کول او د ویکټي د لاسه نه ورکول تر اوسه ندي راغلي.

په ۱۹۶۱ز کال کي افاق حسين د انګلستان په وړاندې ۱۰ او ۳۵ ناسوځېدلې منډي ترسره کړې.

درې کلونه وروسته يې د اسټراليا پر وړاندې ۸ او ۱۳ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.

حسين په ۲ لوبو او ۴ پاړيو کې ۶۶ منډئ ترسره کړي چې لوړ سکور يې ۳۵ ناسوځېدلي منډې دي.

۲ـ ټينو يوهانان

د هندوستان د کريلا څخه يوازینی لوبغاړی چې د ملي لوبډلې په ټيسټ او يو ورځنيو دواړو اړخونو کې لوبېدلی هغه ټينو یوهانان دی.

يوهانان په ۲۰۰۱ز کال ډسمبر کې د انګليستان په وړاندې خپل نه هېرېدونکې ټيسټ لوبه ترسره کړه.

ده د انګلينډ دواړه اوپنر توپوهونکي وسوځول، چې ټولې يې څلور ویکټي ترلاسه کړې.

په راتلونکو دريو لوبو کې د نيوزلينډ په وړاندې ټینو په څلور واړو پاړيو کې ونه سوځېد او په خپلې وروستۍ لوبه کې يې ۸ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.

ټينو يوهانان په ۳ لوبو او ۴ پاړيو کې ۱۳ منډې ترسره کړې چې لوړې يې ۸ ناسوځېدلې منډي دي.

۳ـ جان چلډز

جان چيلډز په اصل کې يو انګلينډی توپ اچوونکی وو.

چيلډز په کورني کرکټ کې د ګلوکيسټريشېر او ایس سيکس لوبډلو لپاره لوبېدلی دی.

ده چې کله د انګلينډ لپاره د ويسټ انډيز په وړاندې لوبه ترسره کوله د ۳۶ کلونو او ۳۲۰ ورځو په عمر وو.

په هغو دوو لوبو کې چې جان ۸۶ اووره ترسره کړل يوازې يې ۳ ویکټي ترلاسه کړې.

که څه هم په هماغه لوبه کې د ويسټ انډيز توپ اچوونکي ډېر برلاسي ول، بيا هم ونه توانېدل چې په څلورو واړو ورځو کې د چيلډز ویکټ ترلاسه کړي.

هماغه دواړه لوبي انګلينډ د ويسټ انډيز په وړاندې وبايللې، خو جان په دواړو لوبو کې د ۲ پاړيو په لوبولو سره ۴ منډې ترسره کړې چې لوړ سکور يې ۲ ناسوځېدلې منډې وې.

۴ـ اعزاز چيما

اعزاز چيما پاکستانی لوبغاړی په ۳۱ کلنۍ کې په لومړي ځل د زيمبابوې پر وړاندې ولوبېدی.

اعزاز د خپل غوره فرسټ کلاس کرکټ څخه چې په ۸ لوبو کې يې ۵۷ ویکټي ترلاسه کړي وې د ملي لوبډلې سره يوځای شو.

د زيمبابوې په وړاندې د اعزاز چیما لوبېدل دده لپاره يوخوب وو، ده د زيمبابوې پر وړاندې په توپ اچوونه کې د ۱۰۳ منډو په ورکولو سره ۸ لوبغاړي وسوځول.

د ۲۰۱۱ز کال څخه تر ۲۰۱۲ر کال پورې په ۷ لوبو کې ده ته ۵ ځلې د توپوهنې موقع هم په لاس ورغله، خو هيڅ يو توپ اچوونکی ونه توانېد چې دده ویکټ په خپل نوم کړي.
ده په ټیسټ کې خپله يوازینۍ منډه د بنګلدېش په وړاندې ترسره کړه.

دی ځکه په دغه لیست کې راځي چې په ډېرو لوبو کې يې توپ اچوونکو ویکټ نه ده ترلاسه کړې، که څه هم ده د ټيسټ په سفر کې یوازې يوه منډه ترسره کړېده.

چيما په ۷ لوبو او ۵ پاړيو کي يوه منډه ترسره کړې او بس.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.