
ليکنه:سمیع الله درانی
د کرکټ نړیواله شورا هره میاشت د لوبډلو او لوبغاړو مقامونه، نومرې او کارکرده ګیانې څاري او لوبو ته په کتو خپل حقونه لوبډلو او لوبغاړو ته ورکوي.
د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۱۱ مه نېټه د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو درجه بندي وکړه، چې محمدنبي عیسی خېل د شل اوریزو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی او ګلین مکسویل دوهم نمبر ته لویدلی دی.
بل پلو د یو ورځنیو لوبو په بالرانو کې افغان تنکی ځوان مجیب الرحمن دوه قدمه نورهم وړاندې تللی او له پنځم مقام څخه یې دریم ځای ته پرمختګ کړی دی.
مجیب الرحمن ۷۰۷ نومرې ترلاسه کړي او له ټرېنټ بولټ وروسته دی، د یو ورځنیو لوبو په بالرانو کې هندوستانی جسپرېت بومرا لا هم د ۷۹۷ نومرو په لرلو سره لومړي مقام کې دی، نیوزیلېنډی ټرېنټ بولټ بیا د ۷۴۰ نومرو په لرلو سره دویم نمبر دی.
راشدخان چې تر نړیوال جام وروسته په یو ورځنیو لوبو کې نهم نمبر بالر و اوس یوولسم مقام ته لوېدلی دی.
محمدنبي عیسی خېل د یو ورځنیو لوبو په بالرانو کې اتلسم نمبر ترلاسه کړی دی، دولت ځدران ۶۷ م نمبر دی او افتاب عالم بیا دوه اویایم مقام خپل کړی دی.
د یو ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې ګلبدین نایب اووه اویایم مقام او حمید حسن ۸۶ اتیایم ځای نیولی دی.
د یو ورځنیو لوبو الراونډرانو درجه بندي او افغان لوبغاړي
د یو ورځنیو لوبو الراونډرانو یا کرکټ ټولچارو درجه بندۍ کې محمدنبي عیسی خېل دوهم دی، هغه تر
بېن سټوکس وروسته دی، نبي ۳۰۷ نومرې لري او د بېن سټوکس نومرې بیا ۳۱۹ دي.
راشدخان د همدغو لوبو په الراونډرانو کې پنځم نمبر ته لوېدلی، ګلبدین نایب ۳۶ م نمبر، مجیب الرحمن پنځه څلوېښتم مقام، رحمت شاه زرمتي دوه اویایم مقام او دولت ځدران بیا ۸۹ یایم مقام تر لاسه کړی دی.
د یو ورځنیو لوبو د توپ وهونکو درجه بندي او افغان لوبغاړي
د یو ورځنیو لوبو په توپ وهونکو کې رحمت شاه ۳۹ م نمبر دی، محمد شهزاد ۵۲ م نمبر، نجیب الله ځدران ۶۳ م نمبر، محمدنبي ۶۸ م، حشمت الله شهیدي اویایم، اصغر افغان شپږ اویایم، ګلبدین نایب
څلور نوي یم او راشدخان اووه نوي یم مقام ترلاسه کړی دی.
د شل اوریزو لوبو بالرانو درجه بندي او افغان لوبغاړي
راشدخان د شل اوریزو لوبو په بالرانو کې لومړی دی، مجیب الرحمن اتم نمبر، محمد نبي ۱۳ م او کریم جنت څلور اویا یم مقام خپل کړی دی.
د شل اوریزو لوبو توپ وهونکو درجه بندي او د ځاځي وروسته تګ
د شل اوریزو لوبو په توپ وهونکو کې افغان کرېس ګېل حضرت الله ځاځی مخکې پنځم نمبر و، اوس شپږم نمبر ته لوېدلی او ګلېن مکسویل ترې یو قدم مخکې شوی دی.
محمدنبي عیسی خېل ۲۴ م نمبر دی، نجیب الله ځدران ۴۶ م، اصغر افغان ۵۹ م، سمیع الله شینواری ۶۹ م او عثمان غني سلم مقام ترلاسه کړی دی.
د ټېسټ لوبو الراونډرانو درجه بندي او افغان لوبغاړي
راشدخان په ټېسټ لوبو الراونډرانو کې ۳۶ م او یمین احمدزی سلم نمبر دی.
د ټېسټ لوبو په بالرانو کې هم راشدخان ۳۶ م دی، یمین احمدزی ۴۸ م او وقار سلام خېل ۹۸
نوي یم مقام تر لاسه کړی دی.
د ټېسټ لوبو په توپ وهونکو کې اصغر افغان ۶۱ م، رحمت شاه زرمتي ۶۳ م او ابراهیم ځدران درې اویایم مقام خپل کړی دی.
دا و د نومبر میاشتې تر ۱۱ مې نېټې پورې د کرکټ نړیوالې شورا تازه درجه بندي او د افغان لوبغاړو مقامونه.
لا نورو تازه ورزشي او نورو مطالبو لپاره یاران باوري وېب پاڼه وڅارئ!