د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم د خپلواکۍ ورځې مبارکیانې له ملي بېرغ سره خپرې کړي

 

دا چې له نن څخه ۱۰۲ کاله وړاندې د افغانستان د ازادۍ اتل شاه غازي امان الله خان له انګریزانو خپلواکي واخیسته؛ نو له ۱۹۱۹ د اګسټ له ۱۹ مې نېټې دا ورځ د افغانستان د خپلواکۍ په توګه د ټولو افغانانو لخوا نمانځل کېږي.

د پنجشنبې په ورځ د اګسټ په نولسمه یو ځل بیا افغانانو په داسې حال کې د ازادۍ ورځ ونمانځله، چې نږدې پنځه ورځې وړاندې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه او خپل اسلامي امارت مشران یې تر ارګ ورسول.

په ننګرهار، خوست، کونړ، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ملي بېرغ پر سر د هېوادوالو او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی هم شوی دی؛ خو طالب مشرانو ویلي، چې ملي بېرغ د دوی هم دی او د ټول ملت هم دی؛ نو دوی ورسره کومه ستونزه نه لري او په دې اړه به راتلونکي انتقالي حکومت کې خبرې وشي.

 

د کرکټ ملي لوبغاړو هم د دې ورځې نمانځنه وکړه:

محمد نبي عیسی خېل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې:

« درنو هېوادوالو! د ګران هېواد د خپلواکۍ ۱۰۲ یمه کالیزه مو مبارک شه، دا ورځ د ګران افغانستان په تاریخ کې ترټولو ویاړلې او معززه ورځ ده، چې لپاره یې زموږ ویاړلو نیکونو ډېرې سرښندنې او کړاوونه ګاللي دي، د هوسا او پرمختللي افغانستان په هیله.»

ده ددې لیکنې څخه لاندې د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ خپور کړی دی.

 

راشدخان لیکلي دي:

« ګرانو وطنوالو! د ګران افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۲ یمه کالیزه مو مبارک شه، د سوله ییز، پرمختللي، مستقل، خپلواک او نړۍ سره د سیال افغانستان په هیله، زنده باد افغانستان».

نوموړي له دې لیکنې سره یو دوه بېرغونه خپاره کړي، چې یو یې ښکل کړی هم دی.

قیس احمد بیا لیکلي دي:

« سلامونه درنو هیوادوالو!

هیله لرم چې ټول خواږه وطنوال به ښه یاستۍ?

لومړي سر کې د ستر شاه غازي امان الله خان د خپلواکۍ بیرته ګټلو 102 مه کالیزه دې ټولو هیوادوالو ته مبارک وي..

په هیواد کې دې الله ج دا بدبخته جنګ نور ورک کړي د نړۍ مشرانو څخه هیله کوم چې زمونږ د ګران افغانستان لپاره له زړه کار وکړي او د جګړې مخه دې ونیسې زمونږ افغانان نور ژوند ته پریږدۍ ډیر زیات وزوریدو نور یې د زغملو وسه نه لرو مونږ هم د ښه او ارام ژوند کولو حق لرو مونږ ارام ژوند ته پریږدۍ».

د دې سربېره د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د ازادۍ د ۱۰۲ یمې کالیزې په مناسبت یوه شل اوریزه کرکټ سیالي هم ترسره شوه.

 

وروستي مطالب