د کرکټ ملي لوبغاړو هم د تکبیر نارې پورته کړې

 

دا چې افغانستان کې جګړه ګرمه شوې او د وسله والو طالبانو لخوا د یو شمېر ولایتونو پر مرکزونو بریدونه شوي دي؛ نو دې چارې په ځېنو ولایتونو کې پخواني جهادي قوماندانان او عام خلک اړ کړي، چې د دې حالت پر وړاندې د تکبیر نارې پورته کړي.

د تېرې دوشنبې په ماسختن د اګسټ په لومړۍ نېټه په هرات کې ګڼ شمېر خلکو او ښاریانو د روان جنګ پرضد د الله اکبر نارې وکړې؛ چې دې چارې د نورو هېوادوالو ضمیرونه لا بیداره کړل.

د چهارشنبې په شپه د اګسټ په دویمه په کابل، ننګرهار، خوست، کونړ او غور ولایتونو کې هم عامو خلکو د الله اکبر نارې وکړې او زنده باد افغان ځواکونه شعارونه یې ورکړل.

اوس هر افغان که هغه نر دی، که ښځه او که ماشوم دا نارې زمزمه کوي او له روان حالت څخه د ځان د ویستلي او یو موټي کېدو پر لور روان دي.

د تکبیر نارې د کرکټ ملي لوبغاړو هم وکړې، راشدخان، محمدنبي، قیس احمد او مجیب الرحمن له انګلستان څخه په خپلو فیسبوکپاڼو د الله اکبر نارې پورته کړي دي او افغانانو سره په دې مقدسه ناره ځانونه شریک کړي دي.

په کور دننه د کرکټ ملي لوبډلې پخواني پیاوړي لوبډلمشر اصغر افغان هم د الله اکبر ناره لیکلې، حضرت الله ځاځي هم لیکلي، نوم د حق مو دی رهبر وایو الله اکبر.

د کرکټ ملي لوبډلې نږدې ټولو لوبغاړو په خپلو فیسبوک او ټوېټر اکاونټونو د الله اکبر نارې خپرې کړي دي.

 

لوبغاړي د سولې سفیران

په دې تېرو شلو کلونو کې د امنیتي ځواکونو سربېره افغان ورزشکاران بل هغه قشر دی، چې د افغانستان بېرغ یې د نړۍ په کونج، کونج کې رپولې او د افغانانو وړتیاوې یې نړیوالو ته څرګندې کړي دي.

په ۲۰۱۲ کې روح الله نېکپا د انګلستان په اولمپیک سیالیو کې د مډال په ګټلو سره د افغانستان نوم د نړیوالو په ژبه زمزمه کړ، له دې سره څنګ زن د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د افغانستان بیرغ له ۲۰۰۱ څخه تر دې دمه د نړۍ په مختلفو سیمو او هېوادونو کې رپولی او د پیاوړي افغانستان استازولي یې کړې ده.

څه موده وړاندې د ازادو رزمي سیالیو لوبغاړو، احمد ولي هوتک، عبدالسمیع فیضي، بازمحمد مبارز، واحد نژند او نصرت الله حقپرست خپل حریفان مات کړل او د افغانستان توغ یې نړۍ ته ورپاوه.

همدارنګه تېرو څو ورځو کې د المپیک د ۲۰۲۰ په سیالیو کې چې جاپان کې جریان لري؛ پنځه افغان لوبغاړو د افغانستان بېرغ په نړۍ کې وښود.

همداسې د افغانستان د ساینس، پوهنې، موسیقۍ، ریاضي، طب او نورو برخو اتلانو خپل وطن ته ویاړونه راوړي دي.

د دې ټولو هڅو موخه د سولې پېغام خپرول دي او افغانانو ته ارام ژوند غوښتل دي.

 

 

 

 

 

 

 

وروستي مطالب