د کرکټ لوبغاړو ته د جنرال مبین خبرداری؛ که زموږ بیرغ ښکل نه کړئ میدان ته به رانه ښکته نه شئ

که د کرکټ لوبغاړي هر ځای کې ملي بیرغ یادوي بیا به رانه میدان ته ښکته نه شي.

د اا د فرهنګي کمیسیون غړی جنرال مبین وایي، چې مونږ په زور راغلي یو، د هیچا رایې او نظر ته احترام نه لرو او که د افغانستان د کرکټ لوبغاړي درې رنګه بیرغ یادوي؛ نو بیا رانه د کرکټ میدان ته نه شي ښکته کېدلی.

د هغه په وینا، “کله چې لوبغاړي کابل ته راځي، هلته به ورته له سپینو بیرغونو سره ولاړ یم، لومړی به یې ښکلوي او بیا به له طیارې راکوزېږي”

مبین وایي دا چې موږ حوصله کوو؛ نو د کرکټ لوبغاړي دې ځان د سياست برخه نه ګرځوي او هغوې بايد زموږ اطاعت وکړي.

د مبین په خبره د کرکټ لوبغاړي بايد د افغانستان له ادرس څخه خبرې وکړي، ځکه چې اوس زموږ نظام دي او دوی بهر ته غني نه؛ بلکې مونږ لیږلي او زمونږ استازولي به کوي.

نوموړي د افغان کرکټ ټیم اوسنیو لوبغاړو ته د اخطار په ډول ویلي، چې د کرکټ د لوبغاړو مصارف اسلامي امارت ورکوي او که چېرې د دوی خبره ونه مني؛ نو د دوی پر ځای به نور لوبغاړي انتخاب کړي.
هغه دغه راز زیاته کړې، چې موږ ټول کارونه په زور کړي، زموږ مجاهدينو امريکا په سوکانو ماته کړې، غنې مو له ارګ څخه په رضا نه؛ بلکې په زور اېستلی او که خبره زور ته شوه موږ هم په ډيرو نورو لارو پوهېږو.

جنرال مبین د سکاټلنډ خلاف د افغان لوبډلې د لوبو ګټلو په پار د کوزې پښتونخوا د مشرانو مبارکیو ته په اشارې ویلي، چې افغانان دې دومره کم ظرفه کېږي نه چې دISI د دوه جاسوسانو علي وزير او محسن داوړ په خبرو تېروځي.

د مبین په خبره موږ چې څه وايو بايد يې راسره ومنئ زموږ نظام پارلماني نه دی او موږ څه انتخابات نه دي کړي چې ستاسو رايو ته احترام وکړو موږ د سوکانو په زور راغلي يو.

هغه د ملي بیرغ په اړه هم ویلي، چې کوم حیثیت او ارزښت نه لري او سندرغاړو ترې جامې کړې دي.

د مبین له طرفه، دا څرګندونې وروسته له هغې کېږې، چې افغان لوبډل مشر محمد نبي د سکاټلنډ خلاف لوبه کې د هېواد ملي سرود ته وژړل او دغه راز د لوبې له بریا وروسته د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر افغان کاروونکو د هېواد د ملي بیرغ او ملي سرود د بیا غږېدو په اړه خپله خوښي وښوده.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله