د کرکټ د نړۍ درې غوره هدفونه او د افغان لوبډلې ریکارډ

 

د ۱۹۹۷ کال څخه تر ۲۰۱۹ پورې د کرکټ په نړۍ کې په درې واړو فارمټونو کې د غوره هدفونو درې ریکارډونه وجود لري، چې یو یې پکې  د افغان لوبډلې هم دی.

لومړی ریکارډ د سریلانکا د لوبډلې دی چې تر اوسه نه دی مات شوی او برقرار دی.

 

۱۹۹۷ کې د سریلانکا د ټېسټ لوبو ریکارډ

د دې کال د اګسټ په ۶ مه د هندوستان او سریلانکا ترمنځ ټېسټ لوبه روانه وه، لومړۍ پاڼۍ هندوستان ولوبوله، دې لوبډلې د ۸ وېکټو په نقصان سره د نافجټ سیدو د ۱۱۱ منډو، د راهول ډراوېډ د ۶۹ منډو، د سچېن ټېنډولکر د ۱۴۳ منډو، د محمد ازهرالدین د ۱۲۶ منډو، د انېل کومبلی د ۲۷ منډو، د راجېش چوهان د ۲۳ منډو او د ابي کوروویلا د ۹ منډو په مرسته ۵۳۷ منډې وکړې او بیا ډېکلیر شول.

بل پلو سریلانکا په لومړۍ پاڼۍ کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د سنت جایاسوریا ۳۴۰ منډو، د ماروان اټاپوټو د ۲۶ منډو، د روشن مهاناما د ۲۲۵ منډو، اراوېنډا ډېسېلوا د ۱۲۶ منډو، د ارجون رناټونګا د ۸۶ منډو، د مهیلا جارودنه د ۶۶ منډو، رومېش کولا وېترانا د ۱۴ منډو او د چمیندا واس د ۱۱ منډو په مرسته ۹۵۲ منډې وکړې او بیا ډېکلېر شو.

په دې لوبه کې شپږ سلیزې د سریلانکا لخوا وهل شوې او درې سلیزې د هندوستان لخوا.

یوه نیمه سلیزه هندوستان وهلې وه او دوه نیمه سلیزې د سریلانکا لوبغاړو جوړې کړې وې.

په دې ټېسټ لوبه کې ۶ شپږیزې او ۵۹ څلوریزې هندي لوبغاړو وهلې او د سریلانکا لوبغاړو ۱۰۹ څلوریزې وهلې وې.

دا لوبه په وروستیو کې مساوي شوه.

د ۲۰۱۸ کال د جون ۱۹ مه د انګلستان ریکارډ

د جون په ۱۹ مه د انګلستان لوبډلې د یو ورځنیو لوبو غوره پاڼۍ ولوبوله، دې لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د جېسن رای د ۸۲ منډو، د جوني بېرسټو د ۱۳۹ منډو، د الېکس هېلس د ۱۴۷ منډو، د جاس بټلر د ۱۱ منډو، د اېوېن مورګن د ۶۷ منډو، معین علي د ۱۱ منډو، د جو روټ د ۴ منډو او د ډېوېډ وایلي د یوې منډې په مرسته ۴۸۱ منډې وکړې.

اسټرالیا په ۳۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۹ منډې وکړې او لوبه ترې انګلستان په ۲۴۲ منډو وګټله.

د دې لوبې غوره لوبغاړی الېکس هېلس نومول شوی و، هغه په ۹۲ توپونو ۱۴۷ منډې کړې وې.

په دې لوبه کې د اسټرالیا د هر بالر ایکانومي له اوو څخه زیاته وه او آن تر یوولس نیمو هم رسېدلې ده.

 

۲۰۱۹ کال د فبروري ۲۳ مه او د افغانستان ریکارډ

په دې نېټه افغان لوبډلې په شل اوریزکرکټ کې د کرکټ لوبډلو ته خورا ستر ټارګېټ د ننګونې په توګه کېښود.

حضرت الله ځاځي ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې او عثمان غني ۷۳ منډې وکړې، افغان لوبډلې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۸ منډې وکړې او ۲۳۵ منډې ملګرتیا په لومړۍ وېکټ نه ماتېدونکی پارټنرشیپ دی.

دا لوبه افغانستان په ۸۴ منډو وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی حضرت الله ځاځی وپېژندل شو، هغه د ۶۲ توپونو په لوبولو سره د ۱۶ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې کړې وې.

دا درې ستر هدفونه د نړۍ په کچه په درې واړو فارمټونو لوبو کې ریکارډونه دي.