د کرکټ بورډ چارواکي؛ که هر حکومت وي لوبډله په نړیوال جام کې ګډون کوي

 

د اسټرالیا د کرکټ بورډ وېب پاڼې د افغان کرکټ بورډ د چارواکو له قوله ویلي، چې هر حکومت وي افغان لوبډله په راتلونکي نړیوال شل اوریز جام کې ګډون کوي.

د کرکټ ځېنو غړو دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې په افغانستان کې اوس د طالبانو په مشرۍ د اسلامي امارت لخوا هېواد کې نسبي واک دی؛ خو دلته لا هم هېواد مشر نه دی معلوم او د ګډ حکومت پرسر سره خبرې کوي.

خو افغان کرکټ بورډ ویلي چې افغانستان کې د ښځو کرکټ لوبډلې برخلیک لا هم نامعلوم دی.

کابو اته میاشتې وړاندې افغان کرکټ بورډ د ښځينه لوبډله جوړه کړه.

خو اوس د دې لوبغاړو اینده تیاره برېښي.

د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول حکمت حسن وویل چې طالبان له کرکټ سره هېڅ ستونزه نه لري او دوی به سریلانکا کې د پاکستان پر وړاندې هم لوبې وکړي او نړیوال جام کې یې هم شتون حتمي دی.

 

نړیوال شل اوریز جام او د افغان لوبډلې شتون

نړیوال جام د اکټوبر په ۱۷ مه نېټه پیلیږي، ۵۵ ورځې وروسته به نړیوال جام په عمان او عربي متحده اماراتو کې ترسره شي.

د کرکټ ملي لوبډلې دوه ځلې په نړیوالو شل اوریزو جامونو کې ګډون کړی، چې ۲۰۱۰ کې یې دواړه لوبې هند او افریقا ته وبایللې او ۲۰۱۶ کې یې ویسټ انډیز ته ماته ورکړې وه.

۲۰۲۱ کال درېیم ځل دی، چې افغان لوبډله شل اوریز جام ته داخلوي.

افغان لوبډله د نړیوال جام په سوپر دولس پړاو کې شامله ده، لومړۍ لوبه به د اکټوبر په ۲۵ مه د لومړي پړاو یوې بریالۍ لوبډلې سره وکړي، دویمه لوبه د اکټوبر په ۲۹ مه له پاکستان سره کوي، درېیمه لوبه د اکټوبر په ۳۱ مه له هند سره کوي او څلورمه لوبه د نومبر په ۳ یمه له نیوزیلېنډ سره کوي.

ځېنو مبصرینو پر افغان لوبډله نظرونه ورکړي او ویلي یې دي، چې دا لوبډله کولای شي، تر نیمه پایلوبو ورسېږي.

د کرکټ بورډ ځېنو مسوولینو او لوبغاړو هم په نړیوال جام کې د پرمختګ هیلې ښودلې دي.

 

وروستي مطالب