د کرکټ بورډ شفافیت او د خلکو آند

پر کرکټ بورډ د ځېنو لوبغاړو پټ انتقادونه او له وېرې یې نشي کولای چې په ښکاره یې بیان کړي.

څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د سمیع الله شینواري له قوله ډېری خلکو دا خبر لیکلی و، چې درې ورځې وروسته ورته کرکټ بورډ ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده.

له ده وړاندې شهزاد محمدي په اړه هم خبر داسې اوازې وې، چې د کرکټ بورډ له مېلمستون څخه ویستل شوی و.

د کرکټ مینوالو غبرګون

د کرکټ بورډ استدلال دا دی چې شهزاد محمدي او سمیع الله شینواری په یوُیوُ ټېسټ کې ناکام شوي دي.

خو د کرکټ مینوال بیا وایي چې سمیع الله شینواری فېټ لوبغاړی دی او هغه کولای شي چې د یوُیوُ ټېسټ په پوره بریا سره پاس کړي.

همداسې شهزاد محمدي لوبه د فېټ لوبغاړي ده.

د کرکټ نړۍ کې هغه لوبغاړي چې زیات وزن لري؛ خو برعکس ورسره فېټ دي، د کرکټ لوبډلې یې لوبوي او ګټه ترې اخلي.

ښه بېلګه د ویسټ انډیز د رکیم کارنوال ده، نوموړی د ویسټ انډیز لپاره په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې لوبېږي او هم د ویسټ انډیز په سوداګریز کرکټ لیګ کې لوبېږي.

همدارنګه د ایرلېنډ پال سټېرلېنګ زیات وزن لري؛ خو لوبډله یې په یوه لوبه کې هم نه ډراپ کوي، ځکه د لوبډلې آب پرې جوړ دی.

همداسې د شهزاد محمدي ټچ او فوم ته باید وکتل شي؛ که چېري په فوم کې وي، نو بیا یې باید په شل اوریزو لوبو کې او یا هم په یو ورځنیو لوبو کې ولوبوي.

ځکه همدا شهزاد محمدي و، چې په ډېری لوبو کې افغان لوبډلې ته د وړ پزه اېښې او له سخت حالت څخه یې راویستلی دی.

شهزاد محمدي یواځینی لوبغاړی و چې په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې یې د افغانستان لپاره سلیزې وهلي دي.

خپله شهزاد محمدي د کرکټ بورډ له مېلمستون ویستل شوی؛ خو اوس یې له دې وېرې چې کېرېئر ته به یې تاوان ورسېږي، څه نه شي ویلی.

همدارنګه سمیع الله شینواری چې د درې ورځو په موده کې ایله بریالی شوی، چې کرکټ بورډ په دروازه ورپرېښودل شي؛ نو دا د تېرو اتلانو توهین دی او باید چلند اصولي او صمیمانه شي.

د زړو لوبغاړو څنډې ته کول او نوو لوبغاړو ځای

په تېر کې نورعلي ځدران، شاپور ځدران، دولت ځدران، شهزاد محمدي، شفیق الله شفق او ځېنې لوبغاړي په یو ډول نه یو ډول له لوبډلې غورځول شوي دي او اوس اصغر افغان هم په همدې لاره ور روان دی.

دا لړۍ لا روانه ده.

دلته اصولي لارې چارې دا دي، چې په افغانستان کې اوس د الله ج رحم دی، مسلکي لوبغاړي زیات دي او هغه زاړه لوبغاړي چې وړتیا نه لري؛ باید نوو لوبغاړو ته ځای پرېږدي.

زاړه لوبغاړي چې نور ترې کرکټ نه کېږي، باید ځای خپله پرېږدي او استعفا ورکړي، پخواني لوبغاړي لکه اصغر افغان، شاپورځدران، نورعلي ځدران، جاوېد احمدي، حمید حسن، سمیع الله شینواری، محمدنبي عیسی خېل، مېروېس اشرف، شهزاد محمدي، دولت ځدران او داسې نور لوبغاړي باید خپله کرکټ پرېږدي. ځکه دې کې یې عزت هم دی، چې راتلونکي کې بیا د کرکټ بورډ لخوا له ستونزې سره مخ نشي.

د دې پرځای دې ځوانو تکړه او با استعداده لوبغاړو ته ځای پرېښودل شي.

که تاسې وګورئ د افریقا اې بي ډیویلیرس اوس هم له هر افغان لوبغاړي ښه لوبېږي، خو ځای یې ځوان لوبغاړو ته پرېښود.

هاشم امله او ډیل سټین لا هم پیاوړي لوبغاړي دي، خو ځای یې پرېښود.

افغان زاړه لوبغاړي له ۲۰۰۲ کال راهیسې لوبېږي، نو هر لوبغاړي ته اتلس کاله کرکټ ډېر زیات دی او نور یې بس دی.

خو بیا هم ځېنې لوبغاړي که د کرېس ګېل په څېر ځلېږي، لوبډله کې یې پاتېدل یوه اړتیا ده.

نو خبره دا ده چې کرکټ بورډ باید یوه طرحه جوړه کړي، چې له مخې ښه لوبغاړي جذب او فالتو لوبغاړي له لوبډلو وغورځوي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ