کریکټ، مینه، ژوند او شخصیت

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د میراحمد یاد لیکنه 
له څو کلونو د پاکستان د کریکټ کاکا ګورم چې زیاتره میچونو کې یې له ځانه د پاکستان بیرغ تاو کړی وي. ده پسې بیا د افغانستان د کریکټ کاکا را ووت چې له ځانه یې لوبو کې به یې د افغانستان بیرغ ګرځاوه.
ورپسې مو د تسکین په نوم د اصغر افغان یو مینه وال ولیده چې موږ ته يې د ژوند یوازینی فعالیت له اصغر افغان سره مینه وه او ځان یې ان تسکین افغان ونوماوه.
له ده وروسته په تېرو لوبو کې مو یو بل ځوان ولید چې په ځان یې د افغانستان بیرغ رسم کړی او کامرې وخت په وخت راخیسته، اوس یې د شخصي ژوند انځورونه هم په ټولنیزو رسنیو کې مشهور شوي دي.
همداسې ځينې خبریالان لرو چې خپل ټول دندبهیر (کیریر) او حتی شخصیت یې په کریکټ پورې تړلی دی، دوی که پېژندل کېږي یوازې د کریکټ په نامه پېژندل کېږي.
په دې ټولو کې یوه خبره شریکه ده چې ټولو په یوې وړې برخې تمرکز کړی، خپل ټول یا غالباً ډېره برخه ټولنیز ژوند یې یوې برخې ته وقف کړی او په دې برخه کې یې مینه وال هم موندلي دي.
خو د ټولو یو زیان دا دی چې په انفعالي توګه یې خپل ټول دار و مدار په یوه بل شي پورې تړلی چې دوی ته یې هېڅ مستقیم کریډت نه ورځي.
بې له وطنۍ مینې چې هر انسان یې خپلې خاورې سره لري او باید ورسره یې ولري او بې له شوقه چې یوازې د احساساتو او عواطفو پر بنسټ یو عمل دی، د دې خلکو نوره لاس ته راوړنه څه ده؟
د کریکټ باباګان سپين ږیري شو، خو په دې پروسه کې د دوی خپله ونډه څه شی شوه؟
د لوبغاړو او لوبډلو مینه والو چې همدې کار ته ژوند ویلی او خپل هر څه ورته پرېږدي، په کریکټ کې د دوی ونډه څه شوه؟ او دا کوم داسې ځانګړی کار دی چې که دوی نه وی بل چا نه شو کولای؟
هغه خبریالان چې خپل ټول شخصیت، شهرت او کاري فعالیت یې یوازې په کریکټ پورې تړلی دی دوی کوم داسې کار وکړ چې که دوی نه وی بل چا نه شو کولای؟ دوی کوم داسې کار وکړ چې یوازې د همدوی په نامه یاد شي؟
دې ټولو کوم داسې کار وکړ چې یوازې د دوي، د دوی په نامه یاد شي او خلکو ته یې مستقیمه ګټه ورسېږي؟
مخکې مې وویل: هر انسان چې یوه کار ته وخت او توجه ورکړي، هغه کار کې یوه ځای ته رسېدی شي، خو ټول وخت او توجه ولې یوازې یوه داسې شوق ته ورکړو چې زموږ ټول فعالیت پکې مستقیمه ونډه نه لري؟
هر انسان په یوه برخه کې د کریکټ د مشهور ستوري هومره وړتیا لري، هر انسان په خپله برخه کې د یوه داسې نوښت وړتیا لري چې د راشد او مجیب سیالي به کوي، نو بیا موږ ولې یوازې د ځان مشهورو لپاره، په خپله له ځان ستوري نه جوړوو او د تیارو شته ستورو خوا و شاته ګرځو چې خلک مو د هغوی په برکت وپېژني.
زه زیاتره وخت ملګرو ته وایم چې کریکټ روان بس دی او کمال پکې دا دی چې په ډېره تېزۍ انسان د شهرت منزل ته نږدې کوي، ځینې د بس اصلي مسافرین دي، ځینو ورپسې هسې ځانونه نښلولي او ځینې ورپسې شاته منډې وهي، خو هڅه یې دا ده چې د شهرت لپاره دا (شارټ کټ) وکاروي.
زه خو وایم ښه خبره دا ده چې خپل بس وپېژنو، په خپل بس کې سپاره شو، ځان پکې خپل منزل ته ورسوو، بیا به د نورو روانو بسونو له لیدو خوند اخلو، خو دا ارمان به نه لرو چې دا خپل بس مې پریښی وی او د د دې بل روان بس په جنګله پورې نښتی وی.
زه د کریکټ لیدلو، کریکټ نشرولو، کریکټ سره د مینې کولو مخالف نه یم، خو دومره افراطي مینه، دومره افراطي توجه او یوازې کریکټ د خپل شهرت او شخصیت محور ګرځول، ځان په لوی لاس انفعالي کول او د نورو جولۍ ته اچول دي.
درنښت

About ياران ټیم 3433 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.