ليکنه: مدثر دعوت
د کريکټ نړيواله شورا پر نوي پلان کار کوي.
د کريکټ نړيواله شورا ( ICC ) غواړي د ۲۰۲۳ز کال څخه تر ۲۰۳۱ کال پوري د شل اووريزو لوبو چمپينز جام ترسره کړي.
د کريک انفو د خبر له مخي دې چمپينز تراپۍ کي به د ۱۰ غوره لوبډلو په شتون کي ، د تير ۵۰ اووريز نړيوال جام په څير ۴۸ لوبي ترسره سي.
د کريکټ د نړيوالي شورا د وړانديز پر بنسټ د شل اووريزو لوبو يو چمپينزکپ به په ۲۰۲۴ز کال او بل به په ۲۰۲۸ز کال کي ترسره کيږي.
همدارنګه د يو ورځنيو لوبو چمپينز ترافي به په ۲۰۲۵ز کال او ۲۰۲۹ز کال کي ترسره کيږي، که څه هم شل اووريز نړيړال جام په ۲۰۲۶ز کال او ۲۰۳۰ز کال کي ترسره کيږي،همدارنګه يو ورځنی نړيوال جام به په ۲۰۲۷ او ۲۰۳۱ز کال کي ترسره کيږي.
پنځوس اووريز چمپينز کپ به چمپينز ټراپۍ ته ورته ترسره کيږي.
ددې ټورنمينټونو تر جوړيدو او پلي کيدو وروسته د دوه اړخيزو سيريزونو لپاره وخت نه پاتيږي،ځکه ټولي بشپړغړيتوب لرونکي لوبډلي به په تورنمينټونو بوختي وي.
د کريکټ نړيواله شورا وايي ټول بشپړ غړيتوب لرونکي هيوادونه کولای سي د راتلونکي مارچ مياشتي تر ۱۵مي نيټې پوري خپل وړانديزونه،خوښي او ناخوښي د ۲۰۲۳ز کال څخه تر ۲۰۳۱ز کال پوري د جوړ سوي پلان په اړه زموږ سره شريکي کړي.
که څه هم نور هيوادونه ددې پلان په اړه منفي نظر ورکړي خو بياهم شايد تطبيق سي ځکه د کريکټ د نړۍ درې مشهورو بورډونو لکه هندوستان، اسټراليا او انګليستان د دوه اړخيزه لوبو د پراختيا غوښتنه کړې وه.
د کريکټ د نړۍ مهم بورډونه دا ليوالتيا هم لري چي د ښځينوو لپاره هم په يو ورځنيو او او شل اووريزو لوبو کي چمپينز کمپ سيالۍ جوړي سي.
د کريکټ د نړيوالي شورا دا پلان د هغو بورډونو لپاره ښه خبر دی چي ملي لوبډلي يې په مياشتو مياشتو لوبي نلري او ياهم ترځان د کمزورو سره زور ازمايي.