سپورټ نړیوال کرکټ

د کريکټ د نړيوال جام پايلوبي په اړه مهم ټکي!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

نن ماسپښين ۰۲:۰۰ بجې د کريکټ د نړيوال جام پایلوبه ده.

نيوزلينډ او انګلستان ترمنځ به يوه لوبډله د لومړي ځل لپاره نړيوال جام ټراپي پورته کوي.

که څه هم دواړي لوبډلي څو ځلي د نړيوال جام پايلوبي ته وتلي خو په ګټلو يې ندی توانيدلی.

انګلستان به پدې هيله لوبه کوي چي د دريم کوربه هيواد په حيث نړيوال جام وګټي.

نيوزلینډ په تير ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي هم د اسټراليا سره پايلوبه وکړه خو جام اسټراليا وګټی.

انګلستان بيا ۳ ځلي په ۱۹۷۹ز، ۱۹۸۷ز او ۱۹۹۲ز زيږديز کلونو کي پايلوبي ته تللی خو ګټونکی سوی ندی.

د دواړو لوبډلو لوبه نن په لارډز تاريخي لوبغالي کي ده.

په تيرو ۲۰ کلونو کي هغه لوبډلو چي لومړی يې توپوهنه کړې يوازي يوځل د يو ورځنيو لوبو پايلوبه په لارډز لوبغالي کي ګټلې ده.

خو په ۱۹۷۵، ۱۹۷۹ او ۱۹۸۳ کلونو کي هغه لوبډلو د نړيړال جام پایلوبه ګټلې چي لومړی يې توپوهنه کړې.

همدارنګه په تيرو ۸ لوبو کي چي پدې لوبغالي کي ترسره سوي ، ۶ ځلي هغه لوبډلو پايلوبه ګټلې چي لومړی يې توپ اچوونه کړې يوه لوبه بې نتيجې سويده.

نيوزلینډ د نړيوال جام په تيرو ۶ لوبو کي چي د انګلستان سره مخ سوی يوه يې بایللې هغه هم په روان نړيوال جام کي.

انګلینډي جوني بيرسټو په تيرو ۳ يو ورځنيو لوبو کي د نيوزلینډ په وړاندي ۳ سليزي وهلي ،همدارنګه دې پيلوونکي لوبغاړي د نيوزلینډ په وړاندي په تيرو ۷ لوبو کي ۴۹۱ منډي کړي.

که چيري نن هم بيرسټو سلیزه ووهي نو دویم لوبغاړي به سي چي د يوه هيواد په وړاندي ۴ پرلپسې سلیزي وهي،ویرات کهولي د ويسټ انډيز په وړاندي تير کال ۴ پرلپسې سليزي ووهلې.

په لارډز لوبغالي کي ۳۹ ويکټي هغه لوبغاړو اخيستي چي په روان نړيوال جام کي يې په کيڼ لاس توپ اچوونه کړې،په يوه لوبه کي ۵ او ۴ ويکټي هم ترلاسه سوي.

ټرنټ بولټ به نن يوازي هغه لوبغاړی وي په پایلوبه کي به په کيڼ لاس تيزه توپ اچوونه کوي،نوموړي په همدې لوبغالي کي د اسټراليا ۴ ويکټي په يوه لوبه کي اخيستي او هيټريک يې هو کړی.

کین ويليمسن د روان نړيوال جام په ۹ لوبو کي ۵۴۸ منډي کړي او لومړنی نيوزلينډی سو چي په يوه نړيوال جام کي په دومره شمیر منډي کوي .

مارټين ګوپټيل په تير ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي ۵۴۷ منډي کړي وې.

همدارنګه ويلیمسن دويم هغه لوبغاړی سو چي په خپلي لوبډلمشرۍ کي يې د يوه نړيوال جام په لړ کي ۵۴۸ منډي کړي،همدارنګه سريلانکايي مهيلا جوردني په ۲۰۰۷ ز کال نړيوال کي ۵۴۸ منډي کړي وې.

روز ټايلر په نړيوال جامونو کي ۹۸۷ منډي کړي او يوازي ۱۳ منډو ته اړتيا لري چي ۱۰۰۰ منډي پوره کړي،همدارنګه مارټين ګوپټيل په نړيوال جامونو کي ۹۷۶ منډي کړي ،يوازي ۲۴ منډو ته اړتيا لري چي ۱۰۰۰ منډي پوره کړي.

يوازي يوه نيوزلينډ سټيپن فيلمينګ ۱۰۷۵ منډي لري.

هينري نیکولس چي د هندوستان په وړاندي نیمه پایلوبه کي ونه لوبيدی نن جوړ دی او د لوبي کولو لپاره چمتو دی.

د هوا حالت:

که څه هم باران د نړيوال جام د اکثرو لوبو سره ملګری وو ،خو نن به په لوبغالي کي لمر وي او د وريځي راتګ هم د لوبي په وروستيو شيبو کي سته خو د باران اوريدلو هيڅ چانس نسته.

د پيچ په اړه:

د انګلستان د لارډز لوبغالی يو له هغو لوبغالو څخه دی چي منډي ورباندي ډيري نه ترلاسه کيږي او سلو دی.

هغه لوبډله چي ټاس ګټي ډير امکان دی چي توپوهنه به انتخابوي.

خو په تيرو ۴ لوبو هغو لوبډلو هيڅ لوبه نده ګټلې چي لومړی يې توپوهنه کړې.

پر لارډز لوبغالي اوسط هدف ۲۸۸ منډي دی.

نن د انګلستان د بريا چانس ځکه ډير دی چي کوربه دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.