Advertisements
مخکښان

د کراچۍ په ستره غونډه کې منظور پښتين ته ټکټ ورنکړل شو؛ اوس په اوږده ځمکنۍ لار سره له پلویانو روان شو

راپور: محمد عزيز پردېس

تمه ده سبا درېيم د مۍ په کراچۍ ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري ستره او تاريخي غونډه ترسره شي. د يادې غونډې لپاره له څو اونيو راهيسي د لر او بر پښتنو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مېشتو پښتنو له لوري پراخ کمپاينونه دوام لري.

د ځينو شنونکو په وينا د کراچۍ ښار به په خپل تاريخ کې د لومړی ځل لپاره د پښتنو له لوري د داسې سترې غونډې شاهد وي.

منظور پښتین او د پښتنو د ژغورنې غورځنګ چې څومره د ولس په منځ کې رېښې غځوي او غښتلی کیږي، په هماغه اندازه د پاکستاني ادارې کاذبې څېرې، ظلمونه، بې عدالتۍ او … ‌‌‌‌‌افشا کیږي.

د راپورنو په اساس تر دې دمه د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه سرلاري په کراچۍ کې د پاکستاني ادارو له لوري برمته شوي.

۱- هاشم خان
۲- ګل مرجان
۳- ارمان لوڼی
۴- سيف افغان
۵- عبدالخالق کاکړ
۶- چمتو وزير
۷- طارق مسيد
۸- زين مسيد
۹- اجمل مسيد
۱۰- علمزيب مسيد
۱۱- رضوان مسيد
۱۲- محمود مسيد
۱۳- انقلابي داوړ يې هم اوس له هوايي ډګره نيولی.

له دې سره سره يې د ځينو سرلارو څخه موبایلونه هم وړي‌.

نن منظور پښتين او مله ملګرو يې غوښتل چې د الوتکې له لارې د سبانۍ غونډې په موخه کراچۍ ته لاړ شي، خو يوازينی ټکټ چې درې ځله سر په سر ونه منل شو؛ هغه د منظور پښتين وو.

د منظور پښتين ملګرو وويل:
سېرين هوايي شرکت موږ ته د هېڅ لامل ښوولو ته تيار نشو چې ولې منظور پښتين هوايي سفر نه شي کولای.
خو موږ خبر وو چې ولې داسې وشول!؟ د دوی دا خيال وو چې منظور به هم د ځينو پاکستاني سياسي مشرانو په ډول په دې عذر سره په خپله ټاکلې غونډه کې ګډون و نه کړي چې د الوتکې ټکټ يې و نه موند، خو منظور يې غلط فهمي ختمه کړه او پر اوږده ځمکنۍ لار د کراچۍ په طرف همغه مهال روان شو.

هغه د سايل صیب شعر دی چې:
هسې په دې لار په تيندکونو باندې نه تلمه
دا لار د جانان سترګو ته نېغه رسېدلې ده

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی