Advertisements
سپورټ وزش او تمرین

د کراټې یو افغان لوبغاړی د نړیوالو سیالیو لپاره جاپان ته ولاړ.

ليکنه: صابرحميدي

د افغانستان د کراټې ملي لوبغاړی محمد احساس کریمي د کراټې په نړیوالو سیالیو کي د ګډون په موخه پرون دوشنبه جاپان هیواد ته ولاړ.

د کراټې د نړیوالو سیالیو دا دوهم پړاو دئ، چي د جاپان په کوربتوب به ترسره سي.

د افغانستان بدني روزني عمومي ریاست چارواکي وايي، چي د کراټې نړیوالي لوبي د رواني نومبر میاشتي په ۲۱مه نېټه پېلیږي او د رواني نومبر میاشتي په ۲۹مه نېټه پای ته رسیږي.

په دې سیالیو کي د ۱۶۶ هیوادونو څخه یو ـ یو لوبغاړی ګډون کوي.

له افغانستان د دې سیالیو لپاره پرون یکشنبه یوه لوبغاړي او یوه روزنکي سفر وکړ.

د یادولو وړ ده، چي روزنکي او محمد احساس کریمي جاپان ته تر سفر مخکي د افغانستان المپيک ملي کمېټې د رئیس حفیظ الله ولي رحیمي سره وکتل.

حفیظ الله ولي رحیمي ملي لوبغاړي محمد احساس کریمي ته د ښه لوبېدو هیله وښوده.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.