هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

د کانکور نتایج څه وايي؟ بل کال ته څه کولی شو؟

 

په افغانستان کې د لوړو زده کړو دولتي موسیسو ته د وروستي کانکور نتایج تر پخوا ښه دي. په ځانګړې توګه د پښتنو سیمو په برخه کې هومره خراب هم نه دي لکه ځینې د پښتنو دښمنان یې چې پیغورونه ورکوي او یا یې ځینې پښتانه فیسبوکیان ویر ژاړي.

یو شمیر کسان پر همدې ښاغلي دي چې له سهاره تر ماښامه پر خپلو خلکو انتقادونه وکړي. دا انتقادونه کله پر ځای او کله بې ځایه وي.ډیر له دوی دا انتقادونه د سمون پر موخه نه کوي، بلکې د فیسبوک د څو لایکونو او ددې لپاره یې کوي چې ځان وښيي چې څومره د خپل ولس غم ورسره دی. دوی پرته له فیسبوکي پوسټونو د بدلون لپاره نور هیڅ نه کوي، خو په فیسبوکي پوسټونو کې دومره د خپلو خلکو په فکر کې ورک ښکاري چې سړی ګومان کوي دوی به شپه ورځ د خپل ولس په غم کې وي.

ځینو دا ډول کسانو په همدې فیسبوکي پوسټونو ډیر لوی لوی نومونه ګټلي او دوی پوهیږي چې دا ډول خبرې ډیر مینه وال لري. خو که تاسو له دوی څخه د ځینو چارې او کارونه وګورئ نو بیا پوهیږئ چې دوی د خپلو خلکو د بدلون لپاره هیڅ هم نه کوي، بلکې ډیرو یې یو ډول له غلو سره د جوال خوله هم نیولې.

هغوی چې د کانکور پر نتایجو نیوکې لري باور لرم چې ځینو یې په تیر کال کې یوه لحظه هم پر دې فکر نه دی کړی چې له هغو ځوانو د لیسو فارغانو سره څه ډول مرسته کولی چې د کانکور ازموینې ته چمتوالی نیسي. کنه اوس به مو نتیجه تر دې ښه وی.

په کانکور کې د یو چا اول نومره کیدل د هغه شخص لپاره ویاړ دی، او که ريښتیا یو لایقه ځوان وي که د هر قوم او قبیلې د ټول افغانستان ویاړ دی. خو دا هیڅکله د اول نوموره شوې کس د ټول قوم د اول نومره ګۍ، لوړ مدنیت او د یو بل قوم د جهالت معنی نه لري. هغوی چې دا خبره کوي ښوییدلې. هغوی چې یې مني تیروتلي دي او هغوی چې بدلون غواړي باید کار وکړي.

پدرام وویل او تاسو ومنله

پدرام یو عاقل انسان نه دی. د هغه ټولې خبرې سمې نه دي. پر هره خبره یې غور او اور اخیستل ځکه نه دي پکار چې د هغه ټولې څرګندونې له یوې عقدې سرچینه اخلي او پر عقديي خبرو بحث کول، په لوی لاس بې معنی خبرو ته ارزښت ورکول دي.

همدارنګه د افغانستان کانکور ښايي هر کال یو اول نوموره ولرې، دا به کله د یو قوم وي کله د بل او ښايي له نورو کانکور کې بریالي شویو سره توپیر څو نومرې وي.په نیمه نومره یو څوک اول نوموره او بل دویم نومره کیدای شي. دا هومره مهمه مسله نه ده څومره چې ځینو دوستانو جدي نیولې ده.

البته په کانکور کې له ځینو ولایتونو د کمو او له ځینو د زیاتو ګډون او بریالیتوب یوه جدي مسله ده چې غور پرې پکار دی. او دا مسله نوې هم نه ده له څو کلونو راهیسې روانه ده چې باید ډیر مخکې پرې غور شوی وی.

څه کولی شو چې د کانکور نتایج بل کال تر دې بهتره وي؟ یا څه کولی شو چې ځوانان مو لوړې زده کړې وکړي؟

هغوی چې فیسبوک کې پر پیغورونو بوخت دي رامخې ته دې شي او په راتلونکو څو کلونو کې دې لاندې کارونه وکړي.

1- تړلي ښوونځي پرانیزئ. دا چې څنګه یې پرانیزئ دا بیله مسله ده. که زابل که ښونځی نه وي، دا ډیره احمقانه خبره ده چې په کانکور دې د زرګونو زابلي ځوانانو بریالیتوب ته په تمه اوسو. د تړولو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره د طالب، حکومتي چارواکو او ځايي ملایانو خلاف د اعتراض غږ له فیسبوک ور اخوا په عملي ډګر کې پورته کړئ. که د پوهنې وزارت پاملرنه نه کوي، د هغوی دروازې وټکوئ. که طالب ښوونځي سوزوئ په هغوی پسې ورشئ او ترې وغواړئ چې ښوونځي دې نه سوزوي. او که ځايي ملا د ښوونځي خلاف نارې وهي، له جومات نه یې وشړئ. البته دا هر کار همت او جرات غواړي.

2- هغوی وغندئ، منزوې یې کړئ، پردې یې کړئ او ان ویې زپۍ چې په پښتني ټولنه کې په معاصرو زده کړو پسې سپکې سپورې وايي، او خلک له معاصرو زده کړو منع کوي. خبرې ورسره وکړئ، استدلال ورسره وکړئ، قناعت ورکړئ، او که یې درسره نه مني مړی ژوندی ورسره مه پالئ. ځان ترې لرې کړئ. دا هم جرات، تعهد او همت غواړي.

3- هغه ښوونکي چې لایقه دي، له زده کونکو سره زیار ګالي، خواري کوي، د هیواد ، ولایت او سیمې په کچه یې ولمانځئ. مرستې ورته راټولې کړئ. غونډې ورته جوړې کړئ. له حکومت او ولس ورته امتیازات واخلئ. موږ هر کال د ښوونکي تش په نوم ورځ لمانځو خو څو چې ښوونکو ته په ريښتیا قدر او ټولنه کې مقام پیدا نه کړو، په سیمه کې مو د پوهنې قدر نه زیاتیږي. په ځانګړې توګه هغو ښوونکو ته زیات قدر ورکړئ چې په لرې پرتو ولسوالیو کې زده کونکو ته تدریس کوي. راځئ چې د ښوونکو د لمانځنې غونډې ولرو. په هر ولایت او هره ولسوالۍ کې. هغوی ته مالي امتیازات راټول کړو. او هغوی په معنوي لحاظ وستایوو.

4- د هغو پر خلاف چې د معارف په برخه کې خیانت کوي، درغلي کوي، ناسم او له تیروتنو ډک کتابونه چاپوي، په وخت درسي مواد ولایتونو ته نه رسوي او یا په نورو بڼو د زده کونکو او ښوونکو حق خوري؛ له فیسبوک ور اخوا په ټولنه کې مدني، ولسي او په نورو بڼو اعتراضونه وکړئ. په خپلو سیمو کې د معارف په برخه کې شته اداري فساد رابرسیره کړئ. د معارف درغل چارواکي رسوا کړئ او پر ځايي او مرکزي چارواکو فشار راوړئ چې سیمه کې مو معارف ته پاملرنه وکړي.

5- د لیسو زده کونکو ته د هغوی په خپلو سیمو کې مدني، علمي، ادبی او کلتوري غونډې جوړې کړئ. دا ډول غونډې ځوانان لوست، پوهې حاصلولو، او کتاب لوستلو ته هڅوي. په خپلو سیمو کې علمي کورسونه، علمي بنسټونه او ادارې جوړې کړئ او هڅه وکړئ چې کلیوالي ځوانانو ته په کې د ګډون زمینه برابره کړئ.

6- لرې سیمو ته کتابونه، مجلې، ورځپاڼې، خپرونې ورسوئ. په لرې پرتو ولسوالیو کې د سیمې د خلکو په مرسته د کتابتونو په جوړولو کې مرسته وکړئ. تاسو که یو کلیوال ځوان ته لس کتابونه ورکړئ چې ځان سره یې کلي ته یوسي، باور ولرئ چې هلته مو د یو وړوکي کتابتون بنسټ کېښود. ډاډه اوسئ چې ستاسو دا استولي کتابونه به هلته په کلي کې ډير نور نجونې او هلکان هم ولولي.

8- له هغو ځوانانو سره اړیکې وپالۍ چې په تاسو یې پیژنۍ او په یوه لرې ولسوالۍ کې درس وايي، د هغوی له لارې د ولسوالۍ له زده کونکو سره اړیکې وپالئ، له ستونزو او ننګونو یې ځان خبر کړئ او په هواري کې یې مرسته ورسره وکړئ.

9- په رخصتیو کې د لیسو د زده کونکو لپاره د کانکور د چمتوالي وړیا سیمنارونه، کورسونه او معلوماتي کنفرانسونه جوړ کړئ.

10- د لوړو زده کړو په وزارت کې د اصلاحاتو لپاره غږ پورته کړئ. خپلو وکیلانو او هغو چارواکو سره چې پيژنئ خبرې وکړئ چې د لوړو زده کړو وزارت کې باید د کانکور ازموینه شفافه او عادلانه وي. سوالونه باید پټ او خوندي وي. د لوړو زده کړو وزارت او نورې دولتي تحصیلي ادارې باید په سمه او روانه پښتو درسي مواد ، د کانکور د چمتوالي مواد او نور اړین چاپي توکي خپاره کړي. که داسې نه وي، تحقیق وکړئ، په اړه یې معلومات راټول کړئ او که ناسم څه مو وموندل د اعتراض غږ پورته کړئ.

11- د فیسبوکي پوسټونو پر ځای د کانکو د ازموینې د چمتوالي په اړه لارښوونکي لیکنې وکړئ، او په چاپي او انلاین بڼه یې خپرې کړئ. په دې برخه کې پر سلګونو اړخونو د بیلابیلو مسلکي کسانو لیکنو ته اړتیا ده.

یوازې پر همدې موضوع چې ځوانان څنګه د خپلې خوښې پوهنځۍ انتخاب کړي؟ د کانکور د ازموینې په پاڼو کې دا کار څنګه وکړي؟ لسګونه کتابونه لیکل کیدای شي. رامخې ته شئ. فیسبوک پریږدئ او په دې اړه یې ولیکئ.

12- ځوانان مطالعې او لوست ته وهڅوئ، مطالعه ځوانان لوړو زده کړو ته چمتو کوي او هڅوي یې. همدارنګه پوهه او معرفت یوازې د لوړو زده کړو موسیسو کې نه دی ، البته چې مهمې دي خو تر علمي مرکزونو اخوا د خلکو د پوهې او معرفت د سطحې د لوړولو هڅه وکړئ. او دا کار یوازې په مطالعې ممکن دی. نو د کتاب لوستنې کلتور عام کړئ. د مطالعې لپاره د ځوانانو د هڅونې په برخه کې ګرځنده کتابتونونه رامنځ ته کړئ، د ښو اثارو د مخکتنې غونډې جوړئ کړې او ځوانان ورته راوغواړئ. علمي او کلتوري غونډې جوړې کړئ، په ښوونځیو کې د ښوونځيو د ادارو په مرسته له بهره د علمي او کلتوري غونډو د تنظیمولو هڅه وکړئ. ښه ده چې کله یو علمي سیمنار په یوه لیسه کې پلان کړئ. که د لیسې لس زده کونکې هم په کې ګډون وکړي ستاسو پیغام سلو نورو ته رسوي. همدارنګه کلتوري او فرهنګي غونډې هم ځوانان روڼ اندي کوي او د پوهې او معرفت لارې ورښيي.

13- وروستۍ خبره دا چې: له ځان سره فکر وکړئ چې له فیسبوکي انتقاد پرته، له خپله اړخه څه کولی شي چې په راتلونکې کال کې حد اقل د یو تن د کانکور نتیجه بهتره کړئ شي؟ هر لاره چې درته غوره ښکاریده خپله یې کړئ ، مرسته او همکاري وکړئ. بدلون یوازې په انتقاد نه راځي. بدلون عملي کار غواړي.

پر دې سربیره ګڼ نور کارونه هم شته چې موږ یې په پښتنو سیمو کې د زده کونکو د علمي سویې د لوړولو لپاره کولی شو. که پورتنۍ لارښونې عملي شي باور لرم چې راتلونکی کال به مو د کانکور د ازموینې نتیجه تر سږنۍ غوره وي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */