د کال غوره پوست!

ژباړه

ونې مري؛

ځینې یې د لاس امسا کېږي او د یو چا لاس نیوی کوي؛ ځینې یې تبر کېږي پر خپل نسل؛ ځینې یې د کبر لرګی کېږي د خپل ټبر سوځولو لپاره… او ځینې یې توره دړه شي د فکرو د روزلو لپاره.

که تاسې ونه وای نو له کوم نسل به وﺉ!؟

هېچا نه ده ټاکلې د څه ډول څهرې سره، په څه ډول کورنۍ کې

او د کومو شرایطو سره نړۍ ته راشي!

هېڅوک د هېڅ شي لپاره باید مسخره او سپک نکړو.

په کومه اندازه چې یو جارسنبالګر، انجینر او روغتیاپال ته درناوی لرو

په هماغه اندازه یو مزدوکار، جوالي او کارګر ته باید درناوی ولرو.

ځان له هېچا لوړ ونه ګڼو…

خاکي اوسو، زموږ وجود له ګل جوړ شوی؛ نو باید تل خاکي اوسو ترڅو د بنیادم بوی ورکړو…

ښکلی مخ یوه ورځ زوړ…

ښکلی پوستکی یوه ورځ ګونځې…

ښکلی قامت یوه ورځ کړوپ…

ښایسته ويښتان یوه ورځ سپينېږي.

یوازې ښکلی زړه د تل لپاره ښکلی پاتې کېږي.