Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

د کال غوره کرکټ لوبغاړي او جایزه اخیستونکي اعلان شول.

د انګلستانۍ کرکټ لوبډلې غوره الراونډر بېن سټوکس د نړۍ په لوبغاړو کې د یو ورځنیو لوبو د غوره الراونډر جایزه ګټلې ده.

هغه په نړیوال جام کې د انګلستان لپاره د یوه اتل رول ولوباوه، نوموړي په ټول نړیوال جام کې د انګلستان په بریا کې مثبت رول ادا کړ، خو په پایلوبه کې یې بیا رول دومره مهم شو، چې انګلستان ته یې په سل کلن کرکټ کې لومړی ځل د اتلولۍ جام ورکړ.

هغه په دولس میاشتوکې یو افسانوي رول ولوباوه او یو ورځنیو لوبو کې یې خورا زبردست کرکټ نندارې ته وړاندې کړی.

بېن سټوکس ته د ویسټ انډیز غوره الراونډر سر ګارفیلډ سوبرز ټرافي یا ایوارډ ورکړل شو.

ګارفیلډ له ۱۹۵۴م تر ۱۹۷۴م پورې د نړۍ د غوره الراونډر په ډله کې و.

دی په بالېنګ، فیلډینګ او توپ وهنه کې د خپل وخت کم ساری لوبغاړی و.

سټوکس په یوه کال کې په شلو یو ورځنیو لوبو کې ۷۱۹ منډې کړې، ۱۲ یې وېکټې اخيستې دي.

په ۱۱ ټېسټ لوبو کې یې ۲۲ وېکټې اخیستې او ۸۲۱ منډې یې کړې دي.

روهېټ شرما، پټ کمېنس، لبوس شېن، ډیپک چهار، کوئېټزر، ویرات کولي او ځینې نور لوبغاړي هم د ټرافیانو په ګټلو کې شته.

ویرات کولي ته بیا د نړیوال پنځوس اوریز جام د لوبې پر مهال د غوره لوبو له کبله د کرکټ د تازه ګۍ یا ژوندي کولو لوبغاړي ایوارډ ورکړل شوی. کولي له دې سربېره د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لوبډلو لوبډلمشر هم ټاکل شوی دی.

اسټرالیایي سټیف سمېت د کال د غوره ټېسټ او یو ورځنیو لوبو د لوبډلمشر ایوارډ ورکړل شوی.

لوبڅار ریچارډ الېنګ ورت ته د انګلستاني پخواني لوبڅار ډېوېډ شېفېرډ ایوارډ ورکړل شو، الېنګ ورت د کال غوره لوبڅار نومول شو.

پټ کمېنس چې اسټرالیایي فسټ بالر دی، د کال د غوره ټېسټ بالر ایوارډ ترلاسه کړ او روهېټ شرما بیا د کال د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړي ایوارډ ترلاسه کړی دی.

هندی ډيپک چهر د کال د شل اوریزو غوره بالر ایوارډ اخیستی.

اسټرالیایي مېرنیوس لبوس شېن بیا د کال د ایمرجېنګ لوبغاړي جایزه اخیستې ده.

د سکاټلېنډۍ لوبډلې لوبغاړی کایل کوئيټزر د دویمه درجه هېوادونو لوبغاړو په منځ کې د کال غوره کرکټر جایزه اخیستې.

د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو لپاره د کال غوره لوبډله

میانک اګروال، ټام لېتم، مېرنیوس لبوس شېن، ویرات کولي لوبډلمشر، سټیف سمېت، بېن سټوکس، بي جی واټلېنګ، پټ کمېنس، مېچل سټارک، نیئل وګنر او نتن لیئن.

د کرکټ نړیوالې شورا د کال یو ورځنیو لوبو غوره لوبډله

روهېټ شرما، شی هوپ، ویرات کولي لوبډلمشر، بابراعظم، کېن ویلیمسن، بېن سټوکس، جاس بټلر وېکټ ساتونکی، مېچل سټارک، ټرېنټ بولټ، محمد شمي او کولډیپ یداف.

دا لوبډلې او لوبغاړو ته د جایزو برخې ټاکنه د ووټېنګ یا رایو د برخې اکاډومۍ له خوا ټاکل شوي دي.

دا اکاډومي د کرکټ نړیوالې شورا اړوند دي.

د لوبو د نشروونکو برخه کې بیا دغه خبریال او مبصرین شامل دي

جاوېد همیم او ایمل پسرلی له افغانستان څخه دي.

پېټر لالور، ډانئل برېټېنګ، مایکل هسي، مایکل کلارک، ایم فرید احمد، محمد ایسام، اطهر علي خان، لاورېنس بوت، جولین ګویر، ناصرحسېن، اېسا ګوهه، باري چمبر، این کلېنډر، نیل اوبراین، نیرو باتیا، ګاوراف ګوپټا، ډيپ ګاسګوپټا، سنجری منجریکر، انډریو الډرسن، مارک جینټي، ډېني مورېسن، ایئن سمېت، عبدالموهي شاه، مزهر ارشد، بازید خان، رمیز راجا، لونګاني زما، نیل مانتورپ، شاون پولاک، ریکس کلېمېنټېن، ساروج پتېرانا، رسل ارنولډ، مېهلولي سېبانډا، ترېسټن هوم، ایم پومېلیلو، وېنود ممچن، سټیفن نیکولاس، ایئن بېشاپ، پېټر ډیلا پینا، پېټر بورېن، لېسا ستالیکر او نور کسان په غوره مبصرینو او کرکټ نشروونکو کې راغلي دي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې