د کارابین سوداګریزو لوبو دوو لوبغاړو د کورونا تېسټونه مثبت شوي او ۲۵۵ نورو ته یې سرخوږی جوړ کړی

 

د ویسټ انډیز سوداګریزې کرکټ لوبې یا سي‌پي‌اېل سیالۍ د اګسټ په ۲۶ مه د پنجشنبې په ورځ د شپږو لوبډلو په ګډون پیلیږي.

خو تازه خبر دا دی، چې د دې سیالیو اړوند دوه لوبغاړي کورونا شوي او اوس ۲۵۵ نور لوبغاړي هم تر جدایۍ یا اېسولېشن یا ګوښه نشینۍ لاندې دي.

دا لوبې سبا پیلیږي او د سپټمبر تر پنځلسمې نېټې به دوام وکړي.

دا د دې لوبو نهم پړاو دی او په سېنټ کېټس سیمه کې سبا د پنجشنبې په ورځ د نوین الحق دې لوبډلې ګایانا امازون او ټرېنباګو لوبډلې په لومړۍ لوبه پیلیږي.

۲۵۵ لوبغاړي سېن کېټس سیمې ته رسېدلي دي او د دوی د کورونا ټېسټونو لړۍ روانه ده.

د کارابین لوبو روغتیایي مسوولینو ویلي چې دوو تنو ټېسټونه مثبت شوي دي او لا د ټېسټونو لړۍ روانه ده.

خو تر دې دمه یې په نورو کسانو کې د مثبتو پېښو خبر نه دی ورکړی.

خو لوبغاړو ته یې ویلي چې احتیاطي تدابیر په چټکۍ سره مراعت کړي او ځانونه وساتي.

 

افغان لوبغاړي او لوبډلې یې

نوین الحق د تېر په څېر ګیانا امازون لوبډلې سره لوبېږي او له ده سره سږ کال وقار سلام خېل هم په همدې لوبډله کې ګډونوال دی.

قیس احمد هم له جمېکا ټلاواس لوبډلې سره دی.

ښایي راشدخان، محمدنبي او مجیب الرحمن هم په دې سیالیو کې له لوبډلو سره مل شي.

 

د سي‌پي‌اېل سیالیو اتلولۍ

سي پي اېل سیالۍ په ۲۰۱۳ کال کې تاسیس شوي دي، چې لومړی پړاو یې ټلاواس لوبډلې ګټلی و.

۲۰۱۴ کې یې اتلولي باربادوس ټرایډېنټس لوبډلې ګټلې وه.

په ۲۰۱۵ کې یې اتلولي رېډ سټیل لوبډلې خپله کړې وه.

په ۲۰۱۶ کې یې اتلولي جمېکا ټلاواس لوبډلې ګټلې وه.

۲۰۱۸ کې ټرېنباګو نایټس رایډرز لوبډلې، په ۲۰۱۹ کې باربادوس او په ۲۰۲۰ کې بیا ټرېنباګو اتلولۍ ګټلي دي.

 

وروستي مطالب