د کابینې پرېکړه؛ له ازبیکستانه-مزار او پېښور ته دې د ریل پټلۍ سروې وشي

د افغانستان ا.ا کابینې ټولګټو وزارت ته سپارښتنه کړې ده چې له ازبیکستانه-مزارشریف او پېښور ته د ریل پټلۍ د پروژې ځمکنۍ سروې پیل کړي.

د چارو ادارې د معلوماتو له مخې، د کابینې غونډه کې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په ګډون د ریاست الوزرا مرستیال وزیرانو او سرپرست وزیرانو هم ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې پرېکړه شوې ده چې ریل پټلۍ پروژې په اړه دې سروې وشي تر څو په نږدې راتلونکې کې په دې پروژه عملي کار پیل شي.

د یادونې ده چې پر دغې ریل پټلۍ تر اووه میلیارده ډالرو پورې لګښت راځي چې د شنونکو په باور په کال کې به د ۲۲ میلیارده ډالرو سوداګرۍ ترڅنګ زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله