د کابل په لويديځ کې د چاودني د قربانيانو څخه د افغان فلم دوې ښځينه کارکوونکي وې

د کابل په پرونۍ چاودنو کې د افغان فلم دوې ښځینه کارکوونکي هم وژل سوي دي.

د افغان فلم رئیسي صحرا کریمي پرخپل ټويتر اکاونټ ليکلي چې دوې ښځينه کارکوونکي یې د کابل په پرونۍ پيښو کې وژل سويدي.

دې لیکلي چې طیبه مسوي او فاطمه محمدي چې میاشت وړاندي د ازاد رقابت له لارې د انمېشن او د څېرې د جوړښت په بستونو کې مقرري سوي وې ،پرون شنبه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د خپل کور په لوري رواني وې چې د کابل په لويدیځ په چاودنه کې وژل سويدي.

کریمي وايي چې پرون يې نه د موقعیت او نه یې هم د حالت په اړه کورنۍ ته مالومات وه،خو د عدلي طیب په مرسته یې کورنيو پداسي حال کې وپېژندلې چې جسدونه یې سوځېدلي وه.

فاطمه او طیبه د هزاره قوم څخه وې چې د هنر په برخه کې یې زده کړی کړي وې.

وروستي مطالب