کلتور او هنر

د کابل په خلاصه فضا کي د افغاني جامو ننداره ترسره سوه.

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د کابل د شيرشاه سوري جامع ته نيږدې د څلورمي کارتې په سيمه کي ۳۰ ځوانو هلکانو او نجونو د افغاني کاليو ننداره د کابو يو ساعت لپاره ترسره کړه.

ددې نندارې مسولين وايي دا لومړی ځل دی چي دا ډول بې ساري ګام اخلي او په عام محضر کي موډلينګ ترسره کوي،مخکي به په رستورانتونو او تالارونو کي موږ نندارې ترسره کولې خو تر دې وروسته د خلکو منځته ورځو.

اجمل حقيقي ددې پروګرام مشر دی، دده په خبره زموږ کار د فرهنګ سره تړلی دی،د سولي او ميني پيغام وړاندي کوو.

حقيقي وايي موږ غواړو انقلاب رامنځته کړو او ځيني دودونه مات کړو خو کله چي مو د پوليسو سره ددې پروګرام په تړاو خبري وکړې، لومړيو کي ناخوښه وه خو بياهم موږ بريالي سو.

نوموړی وايي دا يې پيل وو، زموږ راتلونکې ننداره به په هرات ولايت کي وي،هلته به د عاشقانو په ورځ بيلابيلي جامې نندارې ته وړاندي کړو.

په کابل کي ددې نندارې چي پرون ترسره سوه د ۳۰ ځوانانو له جملې ۵ نجوني وې چي د امنيتي تهديدونو سره سره پر سره فرش تيريدلې او د افغاني کاليو ننداره يې وړاندي کوله.

يلدا جمالزاده موډله ده، وايي راتلونکی سفر مو د افغانستان لويو ښارونو هرات ياهم کندهار ته دی ،وايي په زړونو کي مو ويره سته خو د دولت څخه مو هيله ده چي زموږ سره مرسته وکړه ترڅو په ډاډه زړه خپلو کارونو ته ادامه ورکړو.

دا هرڅه وروسته ترهغې ترسره کيږي چي د ملايانو يوې ډلي په هرات ولايت کي د امربالمعروف او نهي عن المنکر په نوم اداره جوړه کړې،د ښځي د مدني حقوقو په وړاندي يې ږغ پورته کړی او په ښار کي يې داسي بينرونه ځړولي چي پکښې د ښځو بې حجابي د نارينوو بې غيرتي ياده سوې.

د هرات د ګازرګاه جامع خطيب مجيب الرحمن انصاري ويلي چي د ښځو څخه د يوه تجارتي جنس په حيث کار اخيستل کيږي،انسانيت او اسلاميت ته يې احترام نکيږي د شامپو،کاليو او صابون په څير د بې ارزښته شيانو لپاره د اعلان وسيله ګرځيدلې ده.

د امربالمعروف او نهي عن المنکر د ادارې په وړاندي ډيريو افغانانو تند غبرګونونه ښودلي چي اکثريت يې ښځي تشکيلوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ