د ښکلولو «مچې کولو» په اړه هغه مالومات، چې تراوسه به مو نه وي اوریدلي !

د حماد هلال ژباړه

ښکول د احساساتو څرګندلو او ښودولو غوره لار او یو ټولنیز چلند دی. سربېره پردې ښکلول د انسان په بدني روغتیا ځانګړي اغېز لري. ایا پوهېږئ همدا ساده ښکلول ډېرې زیاتې ګټې لري، چې موږ ډېری هغو ته پاملرنه نکوو؟ ښکلول د ځان سره ډېرې زیاتې پټې ګټې لري، چې موږ ترې بې خبر یؤ. په دې لیکنه کې به تاسو د مچکې له ګټو خبر شئ.

د ښکلولو په اړه هغه جالب مالومات، چې تراوسه نه پوهېدئ

د نړۍ ترټولو اوږده ښکلول ۵۸ ساعته ۳۵ دقیقې او ۵۸ ثانیې وو. دا یوې تایلندې جوړې د ارکاچج او لاکسانا په نوم  د  ۲۰۱۳ کال فیبروري په ۱۲ پیل او د ولنټاین په ورځ یې پاې ته ورسول. هغوی وتوانېده چې ۵۸ ساعته ښکلولو سره ترټولو اوږدو ښکلولو ریکارډ په خپل نوم ثبت کړي.

د ښکلولو ډول او ژینیتیک

باید وپوهېږو د ښکلولو طریقه یوه ژینیتیکي مسله ده، دوه پر دریمه برخه خلک چې کله ښکلول کوي، خپل سره ښي طرف ته کږوي، ځکه د مور په رحم کې زموږ سر ښي طرف کوږ وي، نو په همدې دلیل خلک سر دې لوري ته کږوي.

په ښکولو باور نلرل

د نړۍ لس سلنه خلک په ښکلولو باور نلري، په داسې وخت چې نړۍ کې ۹۰ سلنه خلک ښکلول ډېر مهم ګڼي، خو هغه خلک باور نلري، چې فکر کوي، خوله د روح ننوتلو لارده، نو په دې اساس د خولې ښکلول د روح وېریدلو لامل ګرځي او دا بیا دې ته لار اواروي، چې روح د بدن څخه ووځي. خو دا یو ځانګړې ډله خلک دي.

د ښکلولو څخه وېره

ځیني خلک له ښکلولو څخه وېره لري، چې دوی ته بیا فیلمافو ویل کېږي. د ښکلولو څخه وېره ډېر لاملونه لري لکه روحي ضربه، د ناروغه کېدو څخه وېره او داسې نور.

ښکلولو سره د مېرمنو ډېره علاقه

مېرمنې له سړیو ډېر هغه خلک ښکلوي، چې ورته ګران وي. ښکلولو ته د ښځو ډېره علاقه  ممکن د غاښونو کریم کارولو او خولې حفظ الصحې مراعاتو له امله وي، ځکه په دې شکل هغوی د خپلې خولې بدبوی ته لږې خپه کېږي.

د عضلو خوځښت

کله چې تاسو څوک مچې کوئ، هغه وخت د مخ ۲۴ او نور بدن ۱۱۲ غړي په خوځښت راځي.

د ډوپامین سطحې لوړېده

ډوپامین په بدن کې یو کیمیاوي عضوي ماده ده، چې د نیوروټرانسمیتر ( عصبي لیږدوونکي) په توګه کار کوي. نو په دې اساس تاسو چې کله یو شخص د لومړي ځل لپاره مچې کوئ، د ډوپامین کچه لوړېږي. همدارنګه دبې خوبۍ و لوږې کموالی او د انرژۍ کچې لوړیدو لامل ګرځي.

د زړه ضربان لوړوالی او مغز ته د ډېر اکسیجن رسیدل

هغه وخت چې شخص مچې کوئ، مغز د ادرینال غدې ته خبر ورکوي، چې د ادرینال په څېر هورمونونه لکه اپې نفرین او نورا اپې نفرین ازادکړي. دا هورمونونه په وینه کې حرکت کوي، د زړه ضربان زیاتوي او همدارنګه مغز ته ډېره وینه رسوي.

د غاښونو خیرنېدو مخنیوی

ښکلول د خولې لعاب (لاړې) ډېروي، چې د غاښونو ترمنځ د خوړو پاتې شونې پاکوي، کوم چې د غاښونو خیرنېدو مخنیوی او ساتنه کوي.

د اکسي توسین هورمون ترشح

د اکسي توسین هورمون، چې د عشق هورمون په نوم مشهوردی، په مچکه کې د صمیمت او یو بل پسې تړل کېدو له امله یې کچه لوړېږي. که تاسو د اوږده وخته اړیکه ولرئ، د لومړیو وختونو تېرېدو وروسته د ډوپامین هورن کچه ټېټېږي، خو د اکسي توسین تولید ستاسو ترمنځ مینه په ځای ساتي.

د اندورفین تولید او هڅونه

کله چې تاسو د خپلې مېرمنې شونډې ښلکوی، اندورفین د اندوکراین غدې څخه ازادېږي او په تاسو کې د مینې احساسات ډېرېږي دا د دې لامل ګرځي، چې د ښکلولو څخه وروسته د خوشالۍ احساس وکړئ.

د ټسټرون هورمون ډېر تولید

هر سړی د مچکې په وخت کې ټسټرون تولیدوي. د ټسټرون تولید په بدن کې د جنسي عریزې تحریک لامل ګرځي، نو په دې اساس سړي د خپل جنسي میل  فعالو ساتلو لپاره د ښکلولو تخنیک څخه استفاده کوي.

په ښکلولو کې د انرژۍ مصرف

یوه دقیقه ښکلول د ۲ څخه تر ۳ کالوري انرژي مصرف کېدو لامل ګرځي. مچې کول د میتابولیزم کچه لوړوي، نو په دې اساس بدن تحریک کوي، چې ډېره انرژي مصرف کړي. هرڅومره چې د ښکلولو وخت ډېر وي، هومره ډېره انرژي مصرفېږي.

د حساسیتونو په وړاندې د بدن مقاومت

ښکلول د حساسیوتونو (الرژي) په وړاندې د مقاومت لامل ګرځي. د یو بل په شونډو د شونډو ایښودل د دې لامل ګرځي چې ستاسو او د مېرمنې ترمنځ ۳۰۰ باکتریاګانې د یو بل سره تعامل وکړي. دا ژوندۍ باکتریاګانې ستا او د مېرنې په بدن کې مو د انتانونو په وړاندې مبارزه پیل کوي او همدارنګه د حساسیوتونو په وړاندې ساتوونکې دي، په ځانګړې توګه د زکام په وخت کې.

د کورتیزول هورمون ټيټوالی

ښکلول د کور تیزول هورمون کچه ښکته کوي. کورتیزول هورمون د فشار هورمون دی، په ښکلولو سره یې کچه ټېټېږي، دا هورمون په مغز او بدن باندې منفې اغېز لري،  په ښکلولو او ارام سره  هغه له منځه وړلی شو.

د ښکلولو منشاء

ځیني خلک ښکلول د غریزه اړوند او ځینې اکستابی عمل ګڼي. ځیني بیا د ښکلولو منشاء مئیندې ګڼي، ځکه دوی خپله ژول شوي  خواړه نوو زېږېدولو بچیو ته خوله کې ورکوي. دا کار په مرغیو کې عام دی، دا خواړه ورکول د ښکلولو خوړو په نامه یادېږي.

ښکلولو ته د هندوانو په ویدي کتاب کې اشاره شوې ده، تاریخ لیکوونکي باور لري، چې په هند د سکندر مقدوني له یرغل وروسته ښکول په ټوله نړۍ کې عام شوي.

 

 

وروستي مطالب