Advertisements
ټولنیز ژوند

د ښځینه او نارینوو تر ټولو بد دودیز عادتونه.

ژباړه: عطا محمد میاخېل

څېړنو ښودلې ده، چې ډېر کم خلک د لمر د رڼا په وړاندې، له لمر ضد کریمونو څخه ګټه اخلي او دا شمېره په نارینه و کې ډېره کمه ده.

په فرانسه، آلمان، کاناډا او اسپانیا کې، یوازې ۵۲ سلنه ښځینه، له لمر ضد کریمونو څخه ګټه اخلي او دا شمېره په نارینه و کې ۳۷ سلنې ته رسېږي.

د نارینه و تر ټولو بد عادتونه

روغتیا پال (ډاکټر) ته نه ورتګ

څېړنو څرګنده کړې، چې نارینه د ښځینه و په پرتله ۲۰ سلنه کم ډاکټر ته ځي، سره له دې، چې نارینه د ښځینه و په پرتله لنډ عمر لري، خو ظاهراً د هغوی له نظره ډاکټر ته تګ یوه ښه تجربه نه ده.

په لومړي پړاو کې د ځینو ناروغیو او ستونزو تشخیص، د درملنې احتمال زیاتوي؛ نو له دې بې پروایۍ او بې پامۍ څخه لاس واخلئ او تر ډېره خپلې روغتیا ته ارزښت ورکړئ.

کلنیو چک آپونو ته ارزښت نه ورکول

نارینه په هماغه اندازه، چې ډاکټر ته د ورتلو په اړه بې پروا او بې پامه دي، تر ډېره د کلنیو چک آپونو په اړه هم بې پروایي کوي؛ په داسې حال کې، چې دا کار ډېر اړین دی او هر کال باید په منظمه توګه ترسره شي، ترڅو هرڅه ژر د ناروغیو له رامنځته کېدو او د هغوی له پرمختګ څخه مخنیوی وشي؛ په ځانګړې توګه په ځوانو او منځني عمر لرونکو نارینه و کې.

د احساساتو نه څرګندول او د مرستې نه غوښتل

د مېرمنو پر خلاف نارینه دا عادت نه لري، چې له خپلو احساساتو څخه خبرې وکړي، خپل دننني حالات بیان کړي او له نورو څخه مرسته وغواړي؛ له همدې امله که چېرې په پرېښانۍ، ژور خپګان او دې ورته نورو اروایي ناروغیو باندې اخته هم شي، ډېر کم تشخیصېږي او د ښځینه و په پرتله، په هغوی کې د ځان وژنې پېښې ۷۷ سلنه زیاتې دي.

دا ناروغۍ په مېرمنو کې دوه برابره تشخیصېږي. اندېښمن او په ژور خپګان اخته نارینه د په اندېښمنو او په ژور خپګان اخته مېرمنو په پرتله دوه برابره، شرابو او دې ته ورته څیزونو ته پناه وروړي؛ له دې امله ارواپوهان او روغتیا پالان نارینه و ته سپارښتنه کوي، چې خپلې دنننۍ ستونزې بیان کړي او له نورو څخه د مرستې غوښتنه وکړي، ترڅو د دنننۍ غوسې او خپګان له امله، په هغوی کې د زړه د حملې خطر را کم شي.

په کاري چاپېریال کې اروایي فشار (سټرس)

سره له دې، چې نارینه او ښځینه، په ډېری کاري موقعیتونو کې ورته وضعیت لري، خو څېړنې څرګندوي، چې نارینه د ښځینه و په پرتله څلور برابره، له کار او دغه راز له هغه څخه، د رامنځته کېدونکي اروایي فشار له امله ناروغه کېږي.

په کار ځای کې سټرس او فشار د ژور خپګان، د زړه ناروغۍ او سکتې لوی لامل دی؛ له دې امله باید یوه مناسبه لاره پیدا کړي، ترڅو په مټ یې دا اروایي فشارونه را کم کړي او یا دا چې مدیریت یې کړي.

د بېلګې په توګه: له خپل مدیر سره خبرې وکړي، خپلې دندې ته بدلون ورکړي او یا له متخصص او په کارپوه مشاور څخه مرسته وغواړي.

له لمر ضد کریمونو څخه نه ګټه اخیستنه

څېړنې څرګندوي، چې ډېر کم خلک په دوامداره توګه، د لمر د رڼا په وړاندې، له لمر ضد کریمونو څخه ګټه اخلي او دا شمېره په نارینه و کې ډېره کمه ده. په فرانسه، آلمان، کاناډا او اسپانیا کې، یوازې ۵۲ سلنه ښځینه، له لمر ضد کریمونو څخه ګټه اخلي او دا شمېره په نارینه و کې ۳۷ سلنې ته رسېږي. دا په داسې حال کې ده، چې نارینه د ښځینه و په پرتله خپل ډېر وخت له کور څخه بهر تېروي؛ له دې امله اړینه ده، چې له مناسبو پوښښونو او له لمر ضد کریمونو څخه ګټه واخلي.

د روغتیایي ټکو نه مراعاتول

آیا تاسو دا عادت لرئ، چې هرځل بیت الخلا ته له تګ وروسته، هرومرو خپل لاسونه په اوبو او صابون سره ووینځئ؟ ترسره شویو بررسیو ته په پام سره، له درې نارینه و څخه یو یې دا کار کوي.

کابو ۳۰ سلنه نارینه د خپلو لاسونو د وینځلو لپاره، له اوبو او صابون څخه ګټه اخلي.

۳۰ سلنه نور په بیړه په خپلو لاسونو باندې لږ اوبه تېروي او ۴۰ سلنه نور بیت الخلا ته له تګ څخه وروسته اصلاً خپل لاسونه، نه وینځي!

بیت الخلا ته له تګ وروسته، په سمه توګه د خپلو لاسونو نه وینځل، د میکروبونو د خپرېدو او ودې سبب ګرځي؛ له دې امله، د خپلې روغتیا ساتنې په موخه دا عادت په خپل ځان کې پیاوړی کړئ.

د غاښونو مسواک کولو ته نه پاملرنه

کابو ۶۶ سلنه نارینه د ورځې دوه ځله خپل غاښونه مسواک کوي؛ په داسې حال کې، چې دا شمېره په ښځینه و کې ۸۶ سلنې ته رسېږي.

سره له دې مېرمنې له نارینه و څخه زیات د غاښونو ډاکټر ته ورځي، ترڅو د خپلې خولې او غاښونو ستونزې لرې کړي ( کابو د نارینه و دوه برابره )، څېړنې ښیي، چې د زړه د ناروغیو خطر، جنسي کمزورتیا او د عقل زوال، د خولې او غاښونو د ناروغۍ له امله رامنځته کېږي.

په تودو اوبو لامبل

نارینه د ښځینه و په پرتله عادت لري، چې په تودو اوبو ولامبي.

څېړنو څرګنده کړې، چې په تودو اوبو باندې لامبل د نارینه و د شنډېدو امکان زیاتوي، ځکه سپرمونه په سړو چاپېریالونو کې په ښه توګه وده کوي.

سره له دې، نارینه باید د هغو فعالیتونو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي، کوم چې د تناسلې آلې په برخه کې د تودوخې د رامنځته کېدو سبب ګرځي؛

لکه: له جکوزي او د اوږد مهال لپاره، له لپ ټاپ څخه ګټه اخیستنه.

د ښځینه و تر ټولو بد عادتونه

له کوري بلند بوټونو څخه ګټه اخیستنه

په دې ورځو کې د تېر په پرتله، مېرمنې له کوري بلند بوټونو څخه ډېره زیاته ګټه اخلي.

دا بوټونه په پښو باندې بده اغېزه کوي، په غړو باندې فشار راولي او د لاندې ناروغیو سبب ګرځي،

لکه: آرتروز، د پښو د ګوتو چکشي کېدل او د ملا درد.

له ډېرو درندو دستکولونو څخه ګټه اخیستنه

ډېری مېرمنې عادت لري، چې هره ورځ دروند بار په خپلو اوږو باندې ولېږدوي او په ترتیب خپله روغتیا له ګواښ سره مخامخ کوي.

ښایي د دې کار اغېزې نن ونه ویني، خو ډېر ژر به د ملا په درد، د غاړې په درد او د غړو په مناسب حالت اخته شي.

د احساساتو له مخې خواړه خوړل

نارینه معمولاً د خوړو خوړلو په اړه مثبت احساس لري، خو مېرمنې کله چې خواشینې او او غمجنې وي، نو خوړو خوړلو ته پنا وړي. هغوی د ډېری نارینه و په پرتله د خوږو او له کالوري څخه ډکو خوړو هوس کوي، خو غوره ده، کله چې په اروایي خپګان باندې اخته کېږئ، د هغه کار په لور لاړې شئ، کوم چې له ترسره کولو څخه یې خوند اخلئ او ستاسو په بدن کې د اندروفین د زیاتېدو سبب ګرځي، ترڅو روغتیا مو له ګواښ سره مخ نه شي.

له نا مناسبو سینه بندونو څخه ګټه اخیستنه

۷۰ سلنه مېرمنې له هغو سینه بندونو څخه ګټه اخلي، چې د دوی له اندازې سره مناسب نه دي، په همدې دلیل نه یوازې جامې یې ښکلې نه ښکاري، بلکې له دې ستونزو سره هم مخامخ کېږي،

لکه: د غاړې درد، د ملا درد، تنفسي ناروغۍ، د غړو نامناسب حالت، د پوستکي ستونزې (لکه د پوستکي خارښت)، په بدن کې د وینې نامناسب دوران او د کولمو سندروم تحریکېږي.

اندېښنه، خپګان او پرېښاني

اروایي فشار (سټرس) هم جسمي او هم روحي روغتیا له ګواښ سره مخامخ کوي او مېرمنې د نارینه و په پرتله دوه برابره په اروایي فشار او په هغه پورې اړوندو اختلالاتو باندې اخته کېږي.

بیولوژیکي لاملونه هم په دې مسئله کې ښکېل دي، مېرمنې په ذاتي توګه د راتلونکې په اړه ډېره زیاته اندېښنه لري، تر ډېره په خپګان کې ډوبېږي او په دې ترتیب خپلې ستونزې لا پسې زیاتوي.

په مینه کې ماتې او په اړیکو کې ناکامي، د مېرمنو اندېښنه او خپګان زیاتوي او د نارینه و په پرتله ډېر زیات افسوس کوي.

له سینګار شوي مخ سره ویده کېدل

کله وخت داسې پېښېږي، چې له مېلمستیاوو او جشنونو څخه ناوخته کور ته راځئ او دومره ستړې یاست، چې خپل سینګار نه پاکوئ؛ خو کله چې دا کار ډېر زیات تکرار شي، لږ لږ د مخ سوري مو بندېږي، په پوستکي کې مو ګونځي رامنځته کېږي او په هغه کې ډېر زیات داغونه را پیدا کېږي.

د سترګو له سینګار سره ویده کېدل، ریمل د سترګو روغتیا له خطر سره مخ کوي او د سترګو د سوي، خارښت او د غه راز د هغو د میکروبي کېدو سبب ګرځي.

خپل ظاهر ته له بریده زیاته پاملرنه

په داسې حال کې، چې دواړه جنسونه خپل ظاهر ته ډېر زیات ارزښت ورکوي، خو مېرمنې د نارینه و په پرتله ډېرې زیاتې د بشپړ او بې عیبه ظاهر په لټه کې دي.

د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ ۱۶ سلنه ډنګرې او یا لږ تر لږه د منځني اندام لرونکې مېرمنې، خپل ځان دروند او چاغ ګڼي.

د ۹۰ سلنه ښځینه و خوښېږي، چې په خپل ظاهر کې بدلون رامنځته کړي او غوره ظاهر ته لاسرسی پیدا کړي. په خپل ظاهر باندې د دوی دا نه باور، په روحي او رواني روغتیا باندې یې هم اغېزه کوي او حتا کله وخت یې جسمي روغتیا ته هم زیان رسوي؛

د بېلګې په توګه په سختو او له توانه وتلو رژیمونو سره، په ځینو اختلالاتو باندې اخته کېږي او د ښکلا د ځینو عملیاتو له امله، له نه جبرانېدونکو ستونزو سره مخامخ کېږي.

بې خوبي

بې خوبي نه یوازې په ظاهر باندې اغېزه کوي، بلکې روحي حالاتو ته هم بدلون ورکوي، سره بېره پردې، د ټکرونو د زیاتېدو، د کالوریانو د ډېر لګښت او د زړه د ناروغیو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

شمېرې ښیي، چې بې خوبي د نارینه و په پرتله په ښځینه و باندې ډېر زیات اغېز کوي.

سره له دې مېرمنې د نارینه و په پرتله، په خپلو شاوخوا خلکو باندې د پام کولو لپاره، د خپل خوب وخت را کموي. بې خوبي په ښځینه و کې د وینې فشار لوړوي.

تل وروستی کس

مېرمنې نه یوازې په ډېرې آسانۍ د خپل خوب وخت را کموي، ترڅو خپل وخت نورو ته ځانګړی کړي، بلکې له نورو څخه ډېر دې ته چمتو دي، ترڅو له خپلو غوښتنو او لېوالتیاوو څخه د نورو په خاطر تېرې شي، هغوی غوښتنو ته په ډېرې سختۍ سره ځواب ورکوي، دغه راز ډېر کم داسې څه را منځته کېږي، چې خپل ځان ته وخت ځانګړی کړي او داسې یو کار ترسره کړي، چې ترې خوند اخلي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل