د ښځو نړیواله ورځ؛ ښځه د اسلام په رڼا کې

Bamyian city, Bamyian Province, Afghanistan - November 14, 2010: Four Afghan women in blue and black burqa walking on dirt path in barren land

د اسلام دین د هر څه دمخه د توحید او عدالت دین دی. انسان هله مسلمان کيدای شي، چې په یو الله تعالی ایمان او باور ولري او عدالت پلی کړي، ځکه چې د یو ساعت عدالت د ټول عمر له عبادت نه غوره دی. هغه هم داسې چې د ورځې روژه او د شپې په عبادت مشغول وي.

په اسلام کې ظلم ناروا دی، د الله تعالی او د مظلوم ترمنځ حجاب نشته، د هر ساه کښ سره مرسته صدقه ده، خو انسان اشرف المخلوقات دی. الله تعالی له څلور سوګوندونو وروسته وايي: “چې ما انسان په ښه شکل پيدا کړی دی، انسان ته مې عزت ورکړی دی “همدارنګه الله تعالی فرمایي:

((ولا یجرمنکم شنان قوم علی ان لا تعدلوا اعدلو هو اقرب للتقوی)) د یو قوم سره دښمني دې د دې لامل نشي، چې تاسې ورسره بې انصافي وکړئ. عدالت وکړئ او عدالت تقوا ته نیږدې دی.

مسلمانان ټول سره وروڼه دي؛ زورول يې، شکنجه کول يې، او حتا غیبت کول يې حرام دی، خو معاصر مسلمان يې په یو نوم او بل نوم وژني، اسلام له داسې خلکو بېزاره دی، حدیث دی:

رسول الله صلی الله علیه وسلم کعبې ته ودرېده ویې ویل، « ستا عظمت ډېر لوی دی، خو د یو مسلمان په ناحقه د وینو تویولو عظمت له تانه ستر دی، خو د معاصرې نړۍ مسلمان ته د خپل مسلمان ورور وینه د اوبو حیثیت هم نه لري، د معاصرې نړۍ مسلمان ته ځان د بېوزله په وژولو توانمن ښکاري» فطرتاً په بې کسه او بې وسه انسان لاس پورته کول د عقل خلاف کار دی. موږ په ماشومانو ځکه زهیرېږو، چې له ځانه دفاع نشي کولی، “مېرمنې هم د ماشومانو په څېر معصومې او بیوسه دي”

د بشریت په تاریخ کې له ښځو سره ډېر ظلم شوی دی؛  مصریانو به د عشتار بت ته وقف کولی او بیا به د معبد په کوڅو کې ناستې وې، خلکو به ورسره زنا کوله.

اروپایانو له ښځې لرېوالی د پاکۍ نښه بلله، هندوانو به له مړه میړه سره ژوندۍ سوځوله، عربانو به ژوندۍ ښخوله، فارسیانو به له ټولو حقونو بې برخې کړې وه، د خور او لور سره به یې ودونه کول، نو د اسلام په راتګ سره ښځې بېرته خپل کرامت تر لاسه کړ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په حجه الوداع کې وروستۍ سپارښتنه د ښځو په اړه وه، « په ښځو باندې لاس پورته کول يې نامردي وبلله» که به جګړې ته ووت، نو سپارښتنه به يې وکړه چې «ښځه مه وژنئ » د هاشمیانو یوه سندرغاړې وه؛ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې په مکې کې ډېر په تنګ شوی و، شعرونه به يې پسې ویل، له بدر وروسته مدینې ته راغله، نېغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته لاړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې وویل، د لارې خرچه راکړه، هغه ورته وویل، د سندرو نه څه لاس ته نه درځي؟

سندر غاړې وویل، له کومې ورځې نه چې د قریشو مشران په بدر کې وژل شوي، زما بازار هم سوړ شوی دی، د لارې خرچه يې ورکړه، خو هغې یو بل خیانت وکړ، قریشو ته يې هغه لیک واخیست چې په مکې باندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د برید خبر په کې و،  وحې راغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم “علي” او “زبیر” رضی الله عنهما ته وویل، چې روضه خاخ ته لاړ شئ یوه مېرمن راورانه ده، لیک ترې واخلئ خو میرمنې ته څه مه وایاست.

د حنین په غزا کې خلک په یو ځای راټول شوي و، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل، څه خبره ده؟

ورته وویل، شول خالد ښځه وژلې ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل، په خالد پسې ځانونه ورسوئ ورته ووايي، ایا تاسې ما د ښځو له وژولو نه یاست منع کړي؟؟!!

ښځه چې په جګړه کې برخه اخلي، د جنګیالۍ حیثیت لري، خو بیا يې هم اسلام له وژلو منعه کړې ده، که ښځه له دینه واړوې، مرتده شي، بیا يې هم وژل ناروا دي.

خو د غازیانو په وطن کې،ښځه په نښه کېږي، بې عزته کېږي، وژل کېږي، په ډبرو ویشتل کېږي، سره له دې چې د اسلام په تاریخ کې تر اوسه کومه ښځه نه ده سنګسار شوې، خو زما غیرتي ولس يې سنګساروي.

دې هیواد خپل دود لره، خپل کلچر يې لاره، خپل اصول او قوانین یې لرل، دې بد مرغې جګړې رانه هر څه واخیستل، که به له دښمن سره میرمنې روانې وې، نو په دښمن به ډز نه کېده، دا یو لوی شرم او عار و، بې ننګې او بې غیرتي وه، خو ټول معیارونه سرچپه شول، نه راته دین پاتې دی او نه دنیا.