
ليکنه: مليحه ناصري
دلته مو د ښځو, نجونو او په ټوله کې د مېرمنو په اړه ځینې اړینې خبرې او مهم ټکي لیکلي څو ښځینه پوړ سم وپېژنو او له هغوی سره سمې او له مینې ډکې اړیکې ولرو , که د ملګرتیا پر بنسټ وي, که د درناوي یا د ژوند د شریکوالي.
_ ډېری ښځې د پیسو په پرتله مینې ته ډېره اړتیا لري. د ښځو احساسات خورا نازک وي, که چېرې تاسو هره ورځ پیسې پرې واوروئ ؛ خو بد خویي وکړئ او توند چلند ورسره وکړئ, هغه به درنه ناهیلې شي او ورو ورو ناهیلې یې په کرکه یا په داسې حالت بدلېږي چې بیا به ستاسو پر وړاندې بې تفاوته شي, له هغې سره شتون او نه شتون به مو هغه خوشحاله یا خپه نه کړي.
_ کله مو چې غوښتل په یوه ښځه یا نجلۍ باندې خپل کوم کار وکړئ , نو آمرانه لهجه مه کاروئ ؛ ځکه هغه فطرتاً یا ناغوښتي ستاسو په وړاندې یو عکس العمل حتماً ښیي. کېدی شي د دواړو د څه ناڅه خپګان لامل شي.
– تاسو چې کله له دندې نه کورته ستانه شوئ هڅه وکړئ په یو مناسب وخت کې خپلې مېرمنې سره د دې په اړه خبرې وکړئ چې ستاسو ټوله ورځ هغه څومره یادېده. که چېرې تاسو برعکس چلند وکړئ ؛ مانا ورشئ او ورته په قهر شئ چې ټوله ورځ مې کار کړی, ستړی ستومانه یم… , نو د ګډ ژوند پایې مو لړزېږي ؛ ځکه هغه هم ټوله ورځ ناسته نه وي او ستاسو کورنۍ درته سمبالوي.
– که چېرې غواړئ چې اولادونه مو تاسو ته درناوی ولري او هره خبره مو ومني , له مور سره مینه وکړئ, ځوروئ یې مه او مه یې ژړوئ ؛ ځکه که اولاد پوه شي چې پلار یې مورته درناوی نه لري او پرې ګرانه نه ده, نو بغاوت ته ملا تړي چې همدا د کورني تاوتریخوالي لامل ګرځي.
– مېرمنې له جسمي پلوه هم ځینې کمزورتیاوې لري. کېدی شي میاشت کې دوه یا درې ځلي یې هډوکي په درد شي, سردرد وي یا کومه بله ناروغي ورپېښه شي, نو تاسو په کورنۍ کې داسې فضا ورته اماده کړئ چې هغه ځان ارامه احساس کړي او داسې وګڼي چې په ټوله کورنۍ ګرانه ده ؛ ځکه په داسې حالت کې هغه ورځنیو چارو ته سم لاسرسی نشي کولی او مرستې ته اړ کېږي. که چېرې تاسو مرسته ورسره وکړئ, هغه به درنه ډېره خوشحاله وي.
– که واده مو نه وي کړی او لا کوژدن ( نامزد) یاست, هڅه وکړئ د خپلې کوژدنې احوال ژر ژر واخلئ او هر ځل خبرو کې ورته ووایئ چې مینه ورسره لرئ. داسې به هغه تر نجونو ګډ ژوند ته ښه اماده وي.
– که کوژدنې مو جنګ درسره کړی و او سره خپه وئ, هېڅکله د دې په تمه مه کېنئ چې هغه مو پخلا کړي ؛ ځکه که مو پخلا هم کړي دې لپاره چې په ښځو د ژوند ملګری ډېر ګران وي ؛ خو بیا هم زړه کې یې یو څه پاتې کېږي, یو حس چې ورته وایي ګڼي پر تا ګرانه نه ده.
– تر کوژدې وروسته همدا نامزدۍ دوره کې مو د ژوند ملګرې هره اونۍ یا میاشت کې یو ځل دباندې چکر ته بوځئ؛ ځکه دا کار هغه ډېره خوشحالوي او ستاسو مینه یې زړه ته لارې جوړوي. اړتیا نشته چې قیمتي ځایونه پرې وګورئ یا قیمتي خواړه پرې وخورئ, هر څه مو چې وس کې و , په مینه یې ورته وړاندې کړئ!
مینه ډېره مقدس احساس دی!
– تر واده وروسته, تر یوه کاله, نجلۍ د خاوند له کورنۍ او خسرګنۍ سره سمه نه وي بلده ؛ نو له نرمۍ کار واخلئ او له تېروتنو یې تېر شئ !
– هر انسان ځینې نفسي غوښتنې لري, هڅه وکړئ د هغو پوره کولو کې ځان ورته مجبور ونه ښیئ! ځکه هغه هر څه درک کوي او ځان به پیټی وګڼي. بیا چې څومره وغواړئ هغه راسمه کړئ, بېرته یې لومړني حالت ته نشئ راګرځولی. کېدی شي په خوله څه ونه وایي خو پټه به خورا ځورېږي.
– د ښځو او نجونو د خندا او ژړا احساسات تر نارینه وو ډېر غښتلي او ژر پارېدونکي دي؛ مثلا که مازې یوه ارزانه ډالۍ ورکړئ, یا ورته ووایئ چې څومره درباندې ګرانه ده, هغه به یوه اونۍ درته خوشحاله خوشحاله ګرځي. که چېرې په سپک نظر ورته وګورئ, کنځا( ښکنځل) ورته وکړئ, پلارګنۍ سره یې بدي وکړئ, هغه به ژر په ژړا شي. کېدی شي دا خبرې هېڅ هېرې نه کړي او خبره به ورو ورو پر کینه بدله شي.
– مېرمن ته مو دا احساس ورکړئ چې تاسو پر هغې باور لرئ, پر اړیکو یې شکمن نه یاست او تاسو هم له بل چا سره اړیکې نه لرئ. یوازې احساس نه , عملي یې کړئ!
له دې کار سره به تاسو هغه پر ځان مینه کړئ.
– که چېرې مېرمن مو چاغه وه, په ځلونو دا مه ورته ووایئ چې ځان ډنګر کړي. که ډنګره وه مه ترې غواړئ چې ځان چاغ کړي؛ ځکه ستاسو پر وړاندې د کمۍ احساس کوي او هر ځل چې تاسو ویني , داسې فکر کوي چې ستاسو د خوښې وړ نه ده. هڅه وکړئ هر رقم اندام یې چې و, ویې ستایئ!
په مینه مینه ورته وګورئ! که چاغه وه, ورته ووایئ زما له اوله چاغوالی خوښ و, شکر چې چاغه یې. که ډنګره وه, ورته ووایئ: زما له اوله نازک اندام خوښ و, شکر چې ته ډنګره یې. بیا وګورئ چې هغه څومره ورځ تر بلې تازه کېږي او روحاً به خوشحاله وي.
– هڅه وکړئ مېرمن مو په هر حالت کې درک کړئ! هره مېرمن تر نورو ډېره خاوند سره ځان ارامه احساسوي او ټول د زړه خواله هغه سره کوي. که په کوم څه یې زړه ډک و, د ژړا ازادي مه ترې اخلئ, پرېږدئ چې وژاړي, زړه یې چې تش کړ, علت ترې وغواړئ او پخلا یې کړئ , ډاډګیرنه ورکړئ.
که چېرې ډېر یې خندل ( خندانه – مسته وه) داسې مه ورته وایئ چې خوله پټه کړه, ورک یې کړه غلې شه… څومره خاندې. په دې خبره هغه روحي صدمه ویني. تاسو هم لږ لږ ورسره وخاندئ .
– که غواړئ چې ژوند له خوښیو ډک وي, شتمني معیار مه ګڼئ, د خپلې غریبۍ پړه پر ښځه مه اچوئ چې ګڼې هغه سپما نه کوي او تاسو یې غریب کړي یاست.
– هره هغه مېرمن چې په کور کې درسره اوسي( ښځه, لور,مور… ) روحاً یې خوشحاله ساتئ؛ ځکه همدوی مو تر ټولو نږدې ملګري دي.
– هغه خبرې مو چې تر اوسه وکړئ عملي یې کړئ! ان شاءالله ارامه او مینه ناک ژوند به ولرئ.
مینه د ژوند اصل او معیار دی!