فبروري 27, 2021

د ژوند یو نوم هنر او مهارت دی؛ باید زده یې کړو

لیکنه: فیض الله فیض منګل
موږ د رقابت په نړۍ کې ژوند کوو، د نړۍ انسانان ټول پۀ دې هڅه کې دي چې موثر او بانفوذه تمام شي.
خلک یې د یو شتمن، عالم او د قادر شخص په نوم وپیژني، ټولنه ترې تاثیر ګزاره وي.
د دې کار لپاره چې باید خاصې ځانګړنې ولرو، له نورو خلکو جلا او بېل واوسو موږ باید هنرونه او مهارتونه ولرو.
دغه کار کول اسانه نه دی! موږ ته به ستونزې او خنډونه راولاړیږي، د خلکو له پوښتنو او ګرویګنو سره به لاس او ګرېوان وو، ډېر رقیبان او سیالان به زمونږ مخې ته راولاړیږي، خو مونږ به خپل کار یعنې خپل هدف ته ځان راسوو.
دا زمونږ حق دی چې سالم رقابت وکړو یو له بله مخکې شو که رقابت او برابریت نۀ وای نو بدلون او نوښت به هم نۀ وای، همدا د رقابت بدیل دی چې موږ نوښت کوو وروسته نوښت د بدلون او پرمختګ وسیله جوړیږي، پرمختګ د انسانانو ژوند ته اسانتیاوې برابرې کړي دي انسانان ارام ژوند لري او د نورو اسانتیاو په لټه کې دي.
د مهارت پيژندنه
مهارت هغه پوهه او توان دی چې تاسو ته د دې قوت درکوي چې یو څه ښه او په نوي بڼه ترسره کړئ.
همداراز خپله پوهه او وړتیا په منظم او ماهر ډول سره اجرا یا نه اجرا کول، همغږي کول او پرمخ وړلو ته هم وايي.
د هنر پيژندنه
د هنرونو هیڅ نړیوال تعریف نشته مګر عمومي موافقه شتون لري چې هنر د مهارت او تخنیک څخه په کار اخیستلو د ښکلا یا معنا وړ شیانو بډایه جوړونه ده. مګر هنر آرامه دی.
هنر تعریف په ټول تاریخ او پۀ مختلفو فرهنګونو کې بدلون موندلی دی.
که غواړئ چې تاسو هم یو مدبېره شخص واوسئ، نو پۀ کار ده چې خپل مهارتونه لوړ کړئ، ځکه چې نړۍ بدلون ته اړتیا لري او په دې لټه کې ده چې وګړي یې ورته جالب او نوښت لرونکي کارونه وکړي.
تبسم مروت یو هنري بیت دی چې وايي:
بې هنره نه دا دین نه دا دنیا دي
قيمتي کارونه واړه په هنر شي
د کمال او مهارت لوړولو لپاره د علم او زده کړې اړتیا ده.
مونږ باید فرضاً خپلو زده کړو ته اولیت ورکړو ځکه بې له علمه هیڅ کمال،کمال نه دی.
پۀ کار ده چې د زده کړو لپاره خاص معیار وټاکو، په دغه معیار کې زموږ مینه او علاقه هم خوره مهمه ده؛ ولې ځکه چې له مینې او علاقې هیڅ نوعه (ډول)کار مخته نه ځي.
ارواپوهان وایي؛ چې بیروني نړۍ د داخلي نړۍ یوانعکاس دی.
کله چې پۀ کوم کار کې مینه او علاقه موجوده وي، په هغه کار کې نوښت او بدلون له وریا ښکاري.
هنر او مهارت د ژوند هوساینې او بسینې لپاره ډېر اړین دی.
که غواړئ چې خپل جرأت او باور لوړ کړئ! په کار ده چې خپل مهارتونه لوړ کړئ!
زه به د خپل ځان یوڅو ځانګړنې درته ووایم؛ زما تل دا هڅه وي چې یو نوی کار وکړم او ځان ته یو نوی رنګ ورکړم، کله چې زما مخې ته یو سخت او ستونزمن کار راشي، زه یې د یو هدف او موخې په څېر په یو سپین کاغذ ولیکم او ځان ته یې داسې فرض کړم، چې ګواکې دا زما لپاره یو لوی چیلېنج (اخطار) دی، که مې پوره کړ ،زه به یو لوی بریالی انسان جوړ شم، همداسې وشي، زه چې کله کوم ناممکِن کار ترسره کړم، بیخي د خوښۍ احساس کوم او داسې وایم چې زه یو اتل یم او د نورو پیچلیو، مغلقو کارونو زغم او حوصله راوبخښي.
په همدې هکله د اروا پوهنې یو بخث دی:
رټيکیولر کورټکس مو فعاله کړئ!
هر انسان په خپل مغز کې د رټیکیولر کورټکس په نوم یوه برخه لري. دغه کوټې ته ورته جوړښت لري کټ مټ داسې کار کوي لکه په یوه ستره دفتري ودانۍ کې د تېلېفون مرکز ټولې ټلېفوني اړیکې لومړۍ دغه مرکز ته راځي او وروسته ټاکلو کسانو ته رهبري کیږي، د مغز دا برخه هم ټول بیروني معلومات ستاسې اړوند برخو ته رهبري کوي.
نور نه غواړم چې ستاسې د زغم کړۍ راتنګه کړم، خپلې خبرې راټولوم او په پای کې بیا پر دغه خبره ټینګار کوم چې د ځان لپاره یو ښه مسلک غوره کړئ! هغه مسلک چې تاسو په ریښتیا ورسره مینه ولرئ.
کله که مو کوم مسلک یا کار سره مینه نه وه، هغه تاسو ترسره کوئ یا یې زده کوۍ، نو څه ډول چې لازم دی یا څه ډول ترسره کیږي په هغه شکل سره بیا نه شي ترسره کېدلی.