Advertisements
ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

د ژوند لس هغه مهارتونه چې ناویلي پاتې وو

  • ژباړه دو زیاتونه: ملیحه ناصري

موږ په ښوونځیو کې د لیکلو، لوستلو او شمېرلو مهارتونه زده کوو. دا مهارتونه هملته نه ختمېږې، بلکې د نورو مهارتونو په لټه وځو. لوړې زدکړې کوو او د ټولنې د یوه غړي په توګه خپله دنده پر ځای کوو، خو ځینې داسې مهارتونه شته چې نه په ښوونځي کې زده کېږي نه په پوهنتون کې، دا وړتیاوې له ژونده زده کېږي او بېرته ژوند پرې جوړول کېږي. دا مهارتونه په خپل وار سره دومره اړین دي چې هم د بریا لامل کېدی شي او هم د ماتې.

موږ دلته هغه لس وړتیاوې درته لیکلي چې نه په ښوونځي کې درزده کېږي نه پوهنتون او نه هم کار ځای کې.

– د خپلو محدودیتونو پېژندل:  

دا غونډله یا جمله به مو اورېدلي وي (زما هر کار زده دی)، دا له هغو کسانو اورېدل کېږي چې ځانګړی کار یې لا نه وي زده. هېڅ شونې نه ده چې یو کس دې په هر کار کې مهارت او وړتیا ولري. دا ځکه چې هر کار خپله وړتیا غواړي. هغه کس چې. لس کاله یې خیاطي کړې وي په یوه اونۍ کې نشي کولی ډاکټر یا روغتیاپال شي. د یوه انسان وزن چې دوه سوه کیلو وي په یوه اونۍ کې ځان سلو ته نشي رسولی. موږ باید ځینو محدودیتونه وپېژنو او خپل محدودیتونو درک کړو. انسان نشي کولی تش په خبره هر څه زده کړي.

– د فکر او عمل د تفاوت او جوړجاړي تشخیص:

 موږ ډېر داسې کسان پېژنو چې فکر کوي موږ خبره کوو، خو عملي کولی یې نه شو. ښایي موږ هم د همداسې خلکو له ډلې واوسو.

زموږ ستراتیژي باید داسې جوړه شي چې فکر او عمل مو سره پخلا وي. موږ باید پر ځینو موضوعاتو ښه فکر وکړو، د شخصي محدودیتونو له فلتره یې وباسو، بیا یې نو عملي کړو. تر ټولو اصلي مهارت دا دی چې د فکر او عمل جوړجاړی او تفاوت وپېژنو. له عمل پرته فکر ارزښت نه لري او له فکر پرته عمل یوه نامالومه پایله لري.

– د بدو سوچونو چټک لرې کول:

د ست ګودین په نامه نامتو لیکوال په خپل کتاب linchpin کې وایي: “یوازینۍ لاره چې وړ او مبتکر کسان کولی شي په خپل ژوند کې بریالي شي، د بدو فکرونو له منځه وړل دي. د دې پر ځای چې پر دولسو فکرونو او پلانونو تمرکز وکړئ او یو هم ونشئ کړی، ښه به وي چې پر یوه یا دوو مفکورو تمرکز وکړئ او عملي یې کړئ.”

ښاغلی سټیو جابز وایي: “زه مې پر هغو کړنو چې کړې مې دي او پر هغو چې نه مې دي کړې، یو رقم ویاړم. پر یوه غوره فکر تمرکز په دې مانا چې نورو زرو ښو مفکورو ته مو نه وویل. یانې ډېر په ځیر سره د دغو فکرونو له مینځه خپله غوره مفکوره رابېله کړئ. ابتکار یانې زرو نورو شیانو ته نه ویل.

– پر کړنلاره او موخه دې تمرکز وکړه: 

زموږ دنننی جوړښت داسې دی چې چټک په پایلو پسې روان یو. دې فکر له موږ سره مرسته هم کړې، لکه تر ولږې مخکې د خوړو چمتو کول او تر یخنۍ دمخه د سوندتوکو اماده کول. که چېرې موخه ونه لرئ، نو کړنلاره څنګه برابروئ. هرومرو باید یوه موخه وټاکئ او هغې ته د رسېدا لاره مالومه کړئ. هر وخت مو د خپل پرمختګ کچه مالوموئ او دا ځان ته جوته کړئ چې تر پخوا مو څومره لاسته راوړنې لرلي په دې اړه.  پایله هم وسنجوئ. که چېرې یو شی مو په درد نه خوړل، خپل ماغزه او وړتیا مه پرې مصرفوئ. د هغې پر ځای پر داسې څیز تمرکز وکړئ چې ګټه درته ولري.”

– تل په حللاره پسې ګرځه:

مارک منسون وایي:  “ژوند کمپیوټري لوبه ده او تاسو یې مرکزي کرکټر. په دې لوبه کې بېلابېل پړاوونه راځي.” د نړۍ ټول خلک یو ډول موخه لرلی شي، خو داستانونه یې توپیر سره لري. لکه ډېر کسان غواړي انجنیران شي، خو لارې او د ژوند کیسې توپیر سره کوي. ژوند داسې طراحي شوی:

یو – ژوند داسې طراحي شوی چې پرله پسې ستونزې او ربړې ستاسو تر مخې ږدي.

 دوه – لوبغاړي د ستونزو پر وړاندې دوه شیان کارولی شي :

یو – حللاره

دوه – اندېښنه

درې – هر یو مو چې ډېر وکاروه, هومره درته اتومات او اسانه کېږي.

څلور – حللارې ژر کولی شي تاسو بل پړاو ته بوځي.

تر ټولو اصلي مهارت او وړتیا دا ده چې حللارو پسې لاړ شو نه اندېښنو پسې.

– یو بریالی چاپېریال ځان ته برابر کړه:

یو لېوه چې د سپیو مینځ کې لوی شي، کړنې یې ډېری سپیو ته ورته وي نه ذاتي جوړښت ته یې. باید په یاد ولرو چې چاپېریال د یوه کس اخلاق، عقیدې او کړنې ټاکلی شي. د هغه کړنې د هغو شیانو منعکسوونکې وي چې دنننه په ده کې دي. زموږ ډېری ستونزې د هغه چاپېریال زېږنده وي چې پخپله مو ځان ته برابر کړی دی. تر ټولو ښه وړتیا د سم او بریالي چاپېریال برابرول دي.

– څه ډول چې دي هغسې یو څیز ته وګورو نه هغسې چې نه دي:

زموږ ذهنونه هره ورځ داسې کیسې راته جوړوي چې د نورو خبرو تش ځای راډکوي. مثلاً موږ فکر کوو چې خاوند/ مېرمن مو موږ ته خیانت کوي، ځکه چې مسېج یې لا نه دی راځواب کړی. موږ فکر کوو چې رییس خو غوسه شو، نو باسي مو. موږ فکر کوو لاړو غرق شوو، ځکه چې دندې ځواب کړو.

باید پر خپل ذهن برلاسي واوسو. څه چې دي هغو ته وګورو. نه هغو ته چې نشته.

– له ځانه سختې پوښتنې وکړه:

انتوني رایبنز وایي:  زموږ د ژوند کیفیت هغه پوښتنې ټاکي چې موږ یې پوښتو. بریالي کسان معمولاً داسې سختې او هیښنده پوښتنې کوي، یا له بل یا له ځانه. داسې پوښتنې چې ان کېدی شي نورو ته ملنډې ښکاره شي. دا کسان د همدغو پوښتنو په ځواب پسې ګرځي او له بېلابېلو زاویو ورته ګوري.

– د ګیلاس نیمه تشه برخه مو هېره نه شي: 

مثبت اندي د ژوند ستر مهارت او وړتیا ده. بریالي کسان تل د ګیلاس تشه او ډکه برخه ویني. د ډکې برخې لپاره شکر باسي او د تشې د ډکولو هڅه کوي. مانا موږ خپل کمښتونه او نیمګړتیاوې وینو، خو لاس تر زنې باید نه شو، لاس په کار شو. او هغه څه چې لرو، پر هغو کبر نه، بلکې شکر وباسو چې شته.

– نورو ته ارزښت ورکول:

نورو کسانو ته ارزښت ورکول پرته له دې چې بالمقابل کومه تمه ولرو، دا د ژوند بله وړتیا او مهارت دی. مانا که ملګرتیا کوو، ښه پاکه یې وکړو، نه موخنه ملګرتیا. دې نړۍ کې دوه ډوله انسانان شته:  یو هغوی چې تل نورو سره د مرستې په فکر وي. دویم هغه کسان چې یوازې جېب ډکول غواړي. لومړۍ ډله خلک تل پرته له کوم بدیله مرستې او سرښندنې کوي. دویمه ډله کسان هر چېرته خپله ګټه لټوي. دواړه بریالي کېدی شي، خو نیت اخر نه اخر مالومېږي. په پای کې هغه کس چې تل پرته له تمې مرستې کوي، په ټولو منل کېږي او نور کسان هم تل ده سره مرستو ته چمتو وي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ