Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د ژوند تر پایه باید دې ۶ ټکو ته پام وکړو !

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: جان بکر
ژباړه: غازي عابد

۱- غوره نه ده چې سګرټ، پوډر او نور نشه يي توکي وکاروئ. ځکه دا شیان هیڅکله او په هیڅ عمر کې انسان ته کومه ګټه نه رسوي. که څومره هم استعمال شي بیا هم تاوان او تاوان دی. غوره ده چې د تل لپاره له هر ډول نشه يي توکو او ناروا مشروباتو ځان وساتل شي.

۲- هر وخت ځان تازه کړئ، له بیلابیل ډوله لارو کار واخلئ؛ خو ځان نرم او تازه وساتئ. کیدای شي چې هر وخت ځان په پاکو اوبو ومینځو، بیا د ځینو سپریو، عطرو او نورو په وسیله هم خان فریش و تازه ښکاره کړو. ځکه په دې سره انسان طبعتاً د چمتوالي او پاکوالي احساس کوي.

۳- څومره ډیر ملګري چې پيدا کولی شئ، پیدا یې کړئ. ملګري پیدا کول اسان دي، خو ښه ملګري غوره کول سخت کار دی، هڅه باید وشي چې غوره او ښه ډیر ملګري ولرو؛ ځکه ښه ملګری د ژوند په هر پړاوو کې درسره مرسته کولی شي، که ته مریض یې، عمر خوړلی یا زوړ/زړه یې… خو که ملګري مو ښه وي، تل مو له لاسه نیسي او تر مرګه مو ستونزو او ننګونو ته یوازې نه پریږدي. ملګري مو ښه ډیر کړئ، دا کومه بده خبره نه ده.

۴- له خپلو شیانو، کارونو او دندو سره مینه ولرئ او ساتنه یې وکړئ. یعنې هیڅکله د ژوند په چارو کې ټګي برګي مه کوئ، بلکې په ژمنتیا او صداقت سره یې ترسره کړئ، ځکه دا شیان تل په لاس کې نه وي او دا موقعې هر خت نه ترلاسه کیږي.

۵- تل مسوول اوسئ، ځکه دا د ژوند تر ټولو غوره طریقه ده. که چیرته په ژوند کې مسوول اوسو، باوري اوسئ، چې دا ژوند به تر ټولو ښکلی او ښایسته وي. خو که بې مسوولیته ژوند وکړو، هیڅکله به بریا او نیکمرغي ترلاسه نه کړو، تل به ناکام یوو، تشویشونو او دردونو سره به مخ یوو.

۶- له خپلې کورنۍ ملګرو او خلکو سره همکار او مرسته کوونکي اوسئ. تل مرستندویه اوسیدل مو په ټولنه کې باور او محبوبیت زیاتوي، د رحم او مینې قوه مو پیاوړي کوي. غوره ده چې همکار او مرستندویه اوسو.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد