مارچ 6, 2021

د ډيکوک سليزه،۵۰۰۰ منډي او د سويلي افريقا بريا.

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت
سويلي افريقا په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کي انګلستان ته په ۷ ويکټو ماته ورکړه.
د ټيسټ سيريز تر بايللو وروسته سويلي افريقا د انګلستان سره ۳ نړيوالي يو ورځنۍ لوبي ترسره کوي.
پدې لوبه کي چي سويلي افريقا يې کوربتوب کوی ،د ټاس په ګټلو يې انګلستان ته د توپوهني بلنه ورکړه.
انګلستان په ۸ ويکټو ۲۵۸ منډي وکړې.

جوی ډنلي ۸۷، کريس ووکس ۴۰ او جيسن رای ۳۲ منډي وکړې.
د سويلي افريقا لپاره تبريز شمسي ۳، سيپاملا او سمويت يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
افریقايانو د ۲۵۹ منډو هدف په تعقيب مسولانه او با جرأته لوبه وکړه.
قوينټن ډيکوک ۱۰۷، باوما ۹۸ او وينډر ډي ډسن ۳۸ منډي وکړې.

د انګلستان لپاره جوی روټ، کريس ووکس او کريس جوردن يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
سويلي افريقا وکولای سوه د ۴۷م اوور په څلورم توپ هدف ته ځان ورسوی او لوبه يې په ۷ ويکټو وګټله.
د لوبي دغوره لوبغاړي جايزه قوينټن ډيکوک ته ورکړل سوه.
ډيکوک پدې لوبه کي د لوبډلمشر په حيث ۱۰۷ منډي وکړې،د باوما سره يې ۱۷۳ منډي ملګرتيا وکړه،همدارنګه په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کي د ۱۵مي سليزي ترڅنګ يې ۵۰۰۰منډي هم پوره کړې.
نوموړي وکولای سوه چي تر هاشم املا وروسته د دويم سويلي افريقايي لوبغاړي په حيث ۵۰۰۰ منډي پوره کړي،چي په نړيواله سطحه پنځم لوبغاړی سو چي تر ټولو ژر دې منډو ته ځان رسوي.

د سويلي افريقا او انګستان ترمنځ دويمه يو ورځنۍ لوبه د فيبروري په اوومه د جمعې په ورځ ترسره کيږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي