ډونالډ ټرمپ د کرونا معاینات کړي، چي پایله یې منفي ختلې!

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرونا معاینات سوي، خو بخت ئې کار کړی او منفې روتلي دي.
د سپیني ماڼۍ ډاکټر شان کانلي ویلي راپور ئې ترلاسه کړی، چي د ټرمپ د ازمويښت نتیجه منفې وه هغه په کرونا ناروغي ندی اخته سوی.

شان کانلي ویلي(( د کرونا ناروغي په اړه مو د ښاغلي ډونالډ ټرمپ معاینات وکړه، معلومه سوه، چي هغه په کرونا ناروغي ندی اخته سوی)).

ټرمپ د تېرې اونۍ په پای کي په فلوریډا کي په خپل شخصي هستوګنځي کي له یوه برازیلي پلاوي سره کتلي وو.

وروسته معلومه شوه چې ددغه پلاوي ځينې غړي په کرونا اخته وو او ټرمپ ته یې هم اندېښنې پیدا کړې وې. تېره ورځ ټرمپ تیار شو چي خپل ازمویښت ورکړي خو اوس یې پایله منفي وه او دی پر کرونا نه دی اخته شوی.
د برازیل د مخابراتو او معلوماتو د دفتر رییس ، چې متحده ایالاتو ته په وروستي سفر کې د ولسمشر جیم بولسنارو سره ملګری و ، د کورونا ویروس باندې اخته شوی دی. هغه په اخیستل سوو عکسونو کې ښاغلي ټرمپ ته ډیر نږدې لیدل کیږي.
د برازیل د ولسمشرۍ دفتر د مخابراتو او معلوماتو برخې مشر فابیو واګناګارتین د کرونا ویروس له امله په کور کي قرنطین سوی.
ویل کیږي، چي په کرونا ویروس باندي ټوله نړۍ کي ۱۲۵ زره کسان اخته سوي، چي له ډلي ئې ۴۶۰۰ کسان وژل سوي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب