Advertisements
کلتور او هنر له نړۍ

د ډهلي جامع مسجد؛ هغه چې د هند د پنځم ګورګاني امپراتور شاه جهان په امر جوړ شوی

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د ډهلي جامع مسجد د هند تر ټولو لوی او د شلمې پېړۍ تر پایه پورې د اسلامي نړۍ ښکلی مسجد بلل کېدو.

د مسجد بېرونۍ محوطه پر سرو ډبرو او دیوالونه یې پر سرو مرمرو پوښل شوي دي.
دغه مسجد دوه لوی مرمرین منارونه، درې لویې ګنبدې او دغه راز څو نور واړه منارونه او کوچنۍ ګنبدې لري.

تاریخ لیکي چې د ډهلي جامع مسجد د ۱۶۵۰ او ۱۶۵۶ مېلادي کلونو تر منځ د هند د پنځم ګورګاني امپراتوراو د تاج محل جوړونکي شاه جهان په امر جوړ شوی دی، چې په ۱۰۶۶ هجري قمري کال کې د اختر په ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

شاه جهان پر تاج محل سربېره ګڼ شمېر مسجدونه په آګرا، اجمیر او لاهور کې جوړ کړي دي. د ډهلي جامع مسجد ۸۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره پلنوالی لري. دغه مسجد د ۵۰۰۰ کارګرو لخوا د شپږو کلونو په موده کې جوړ شوی دی. د دوو منارونو لوړوالی یې تر ۴۰ مترو پورې رسېږي. د مسجد داخلي غولی پر سپینو او تورو مرمر پوښل شوی، چې د هر لمومنځ کوونکي د سجدې ځای بیا پر ځانګړو مرمرو ښایسته شوی دی.

د مسجد پر بېرونیو دېوالونو په پارسي ژبه او ثلث خط لس کتیبې هم لیکل شوې دي. د دغه مسجد بېرونۍ محوطه د ۲۵۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځاېدو وړتیا لري.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران