د ډایناسور ٦٦ ميلیونه کاله پخوانۍ هګۍ موندل شوې

ژباړه

څېړونکو د چين په سویل کې د ډایناسور یوه هګۍ د دننني جنین سره کشف کړی، چې د ٦٦ کاله پخواني یو ډول الوتونکي اړوند ده. دا هګۍ په حیرانوونکي توګه روغه پاتې.
المانۍ مجلې ”اشپيګل“ د پيکېنګ پوهنتون د ځمکې پېژندنې پوهانو لیکلي، چې جنین د هګۍ څخه د وتلو په درشل کې و.
د پيکېنګ پوهنتون پوهانو د برېټانیا د برمنګهام پوهنتون په مرسته وایي، چې دا هګۍ د ٢٧ سانتي متره په اوږدوالي جنین، په کوپ شوي حالت کې په ١٧ سانتي مټره هګۍ کې ځای کړی.
څېړونکيی وایي که څه هم د جنین نور هډوکي په خپل اصلي ځای کې نه دي، خو دا ډول موندنې زیاتره کم سارې او حتا ناممکن دي.

څېړونکو له پخوا دې پایلې ته رسېدلي و، چې ډایناسوران د نننیو الوتونکو سره خپلوي لري او موندل شوی جنین کولای شي د دغه خپلوۍ په اړه ارزښتمن معلومات وړاندي کړي. دا جنین د چیني تيږې د استخراج د شرکت ”ینګلیانګ“ په نامه نومول شوی.