اپریل 20, 2021

د چین سفیر: د افغان سولې لپاره د نړیوالې اجماع په پیاوړتیا کې هڅه کوو

چین وايي د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په پیاوړي کولو کې هڅه کوي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره کتلي او د سولې او نورو سیمه ییزو مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.

چین ویلي چې دوی د افغان سولې په تړاو د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره کار کوي او دغه راز به د استانبول او مسکو په غونډو کې خپله همکاري نه سپموي.

چین دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د دایمي سولې غوښتونکي دي او په دې تړاو به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

حنیف اتمر هم ویلي چې د نړیوالې اجماع د پیاوړي کولو لپاره د چین همکاري خورا مهمه ده.

دواړو لورو همدا راز د ګډو ګواښونو پر سر خبرې کړې دي او د هغو د له منځه وړلو پر لارو چارو یې بحث کړی دی.

په ورته وخت کې افغان او امریکايي لوري پر سولې او روان تاوتریخوالي خبرې کړې دي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان جنرال کېنټ مکینزي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې چې ګڼ نور افغان چارواکي او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان هم شامل و، پر بېلو مسایلو خبرې شوې دي.

اعلامیه زیاتوي چې دواړو لورو په هېواد کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی او ژر تر ژره یې د جګړو پر کمېدو ټينګار کړی دی.

دوی همدا راز د سولې پر وروستیو پرمختګونو او له افغان ځواکونو د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ هم بحثونه کړي دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل په خپله تازه مرکه کې ویلي افغان پوځ به د تېر په څېر بیا ځلې مات نه شي ځکه نړیواله ټولنه یې ملاتړ ته ژمنه ده او افغان حکومت یې د ساتنې او پیاوړي کولو لپاره ځانګړي پلانونه لري.

د هغه په خبره افغان سرتېرو په وروستیو څو کلونو کې چې ۹۷ سلنه عملیات پخپله ترسره کوي، مهمې تجربې ترلاسه کړې او پیاوړي دي.

نوموړي دغه راز ویلي چې لا هم په افغانستان کې د القاعده په څېر نړیوالې ترهګرې ډلې موجودې دي چې د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي نو نړیواله ټولنه اړ ده چې له افغان ځواکونو سره د سیمې د امنیت لپاره مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي.

وروستي مطالب