کلتور او هنر

د چینایې فلمونو د ستوري جیګي چن لور د سړک پر سر اوسیږي

چینایې فلمونو د مرکزي رول ادا کوونکي جیګی چن لور د سړک په غاړه اوسېدو ته مجبوره شوې.

نوموړې وايې کور نه لري، نو له همدې امله د سړک پر غاړه ژوند کوي او خوراک څښاک یې هم همدلته دی.

د جیګي چن لور ایتا نګ نومیږي اوس مهال ۱۸ کال عمر لري، خو له پلار سره یې اړېکې له پخوا ښه نه دي.

ټولنېزو رسنیو کې په یوه ویډو کې ښکاري چې د چینایې فلمونو د ستوري جیګي چن لور د سړک پر غاړه ژوند کوي.

له دې وړاندې یې ځینې تصویران هم ټولنېزه مېډیا کې لاس په لاس شوي ول.

خو تازه خپل د جیګي چن لور په ټولنیزه رسنۍ یوټیوب باندې یوه ویډیو خپره کړې او پکې یې د خپل ژوند په تړاوو خلکو ته ویلي چې ولې د سړک پر غاړه ژوند کولو ته مجبوره شوې ده.

۱۸ کلنې ایتا نګ وایي چې کور نشتوالي مجبوره کړې چې سړک پر سر ژوند وکړي.

د ایتا نګ مور چې د چین هېواد ښکلا پخوانۍ ملکه هم پاتې شوې ده د خپلې لور په تړاوو په هانګ کې رسنیو ته ویلي چې په تېر کې کله چې یې د جیګي چن سره اړېکې لرلې، نو یې د همدې اړېکو څخه په ۱۹۹۹ مېلادي کې ایتا نګ دنیا ته راوړه، خو وایې چې تر اوسه پورې لور د خپل پلار سره نه ده پاتې شوې او نه یې پلار سره د پاتې کېدو لپاره کومه هڅه کړې ده.

په خپره شوې وېډیو کې ایتا نګ ښکاري چې وایي؛ «زه د جګي چن لور یم، زه کور نه لرم او د همدې له امله د خپلې یوه ملګرې سره د یوه پل لاندې اوسېدو ته مجبوره شوې یم.»

ویډیو؛

په وېډیو کې یوه بله نجلۍ ښکاري چې د ایتا نګ په تړاوو وایي، دوی له خپلو ملګرو او کورنیو څخه د ژوند د ښه والي مرسته د مرستې غوښتنه کړې، دغه راز روغتون او پولیسو ته هم د مرستي په پار ورغلې، خو هېچا یې لاس نېوی نه دی کړی.

دوی وایي چې اوس یې څوک موبائیل فون هم نه ځوابوي او وروسته له هغې چې ټولې لارې پر وتړل شوې، نو مجبور شول چې یوه وېډیو کې جوړه کړي او پر يوټیوب یې خپره کړي خو وایې چې نه پوهیږي څنګه کار کوي.

سره له دې چې ایتا نګ په دغه خپره شوې وېډیو کې اوس ځان د جیګي چن لور یاده کړې خو په تېر کې یې د دغه فلم ستوري سره د خپلي رشتې په تړاوو ویلي ول چې پلار یې ورته په ژوند کې هېڅ اهمیت نه لري.

هغه زیاته کړې وه؛ تر دې حده یې پلار ورته اهمیت نه لري چې فکر کوي پلار یې د دې لپاره مړ شوی دی.

ایتا نګ ویلي ول، هېڅ کله یې جیګی چن ته پلار نه دی ویلی، نه به یې کله هم د پلار په حیث ومني.

دې په تېر کې ویلي ول چې جګي چین یوازې د یوه فلمي اداکار په صفت پیژني او نور هېڅ کومه اړېکه ورسره نه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی