ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان پريمرليګ ۵۰مه لوبه د چينای سوپرکينګز او ډهلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ وه.
د لوبي پچه ډهلي وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړله.
چينای په پوره ۲۰ اوورونو کي ډهلي ته په ۴ وکيټو ۱۸۰ منډي هدف ورکړ.
ډوپلسيس ۳۹، رينا ۵۹ او ډهوني ۴۴ ناسوځيدلي منډي وکړلې.
د ډهلي لپاره ساچيت ۲ وکيټی واخيستلې ، اکسريټيل او موريس بيا يوه يوه وکيټه واخيستله.
د ډهلي اوپنرانو د چينای د ۱۸۰ منډو هدف په تعقيب هيڅ ښه پيل ونکړ.
پريتوي شاو په ۴ منډو او شيکرداون په ۱۹ منډو وکيټه د لاسه ورکړه.
يوازي لوبډلمشر شرياس اير ۴۴ منډي وکړې ،پاته ۷ لوبغاړو هر يوه تر ۱۰ کمي منډي وکړې.
د چينای سپينرانو ډهلي پرې نه ښودل چي حتی ۱۰۰ منډي هم پوره کړي،ټوله لوبډله يې په ۱۷م اوور کي په ۹۹ منډو وسوځوله.
د چينای چاهار او هربجن سينګ يو يو لوبغاړی وسوځوی خو عمران طاهر ۴ او جديجا ۳ وکيټي تر لاسه کړلې.
چينای د ۸۰ منډو په توپير ډهلي ته ماته ورکړه.
ډهوني د ۴۴ منډو ۲ جالب سټمپونو او يوه کيچ په خاطر وکولای سوله چي د ۱۷م ځل لپاره د لوبي غوره لوبغاړي جايزه وګټي.
چينای په ۱۳ لوبو کي ۹ ګټلي د جدول په سرکي ده او ورپسې ډهلي په ۱۳ لوبو کي ۸ ګټلي او د جدول دويم ځای يې خپل کړی.
هيره دي نه وي چي دواړو لوبډلو لا له وړاندي دويم پړاو ته لار پيدا کړې.