د چنجیانو وده – د نعمان دوست لیکنه

یو نری خټین دیوال مو تر منځ و. د دې دیوال د سر پسخه به هر باراني موسم کې ، چې هغوی پشکال باله، اوبه شوه او بیا به مو تازه کړه. له دیواله اخوا کور کې مو ګاونډیان ډير ارام خلک وو؛ خو دې ارامې کورنۍ یوه شوخه لور لرله. ماشومه وه. دې ماشومې داسې خطرناکې لوبې کولې تا به ویل راتلونکې کې په (سرکس) کې لوبیږي.
د دوی په کور کې څاه وه. د څاه دواړو غاړو ته د لرګي ستنې ولاړې وې. منځ کې یې تور فلزي سیخ و. په دې سیخ کې له لرګیو جوړ کوچنی څرخ و او په همدې څرخ کې پلاستیکي پړی بند او د کوه نور غوړیو په ټیمي کوتۍ به یې ترې اوبه را ویستلې.
ماشومې به همدې سیخ کې لاسونه بند کړل او د بې سرپوښه څاه پر سر به یې ټالونه خوړل. لومړی ځل چې مې ولیده، وویریدم. ما ویل دا به خامخا یوه ورځ سرچپه د څاه بیخ ته روانه وي.
په هغه ورځ چې کور ته راننوتم؛ د ګاوڼدیانو له کوره ژړا ګانې راتلې. یو شور و. پوښتنه مې وکړه. راته وویل شول چې هماغې نجلۍ سیخ کې لاسونه بند کړي وو. ټالونه یې خوړل. لاسونه یې سست شول او همداسې څاه ته چې شاوخوا (۱۴متره) ژوره وه؛ ولویده او د څاه اوبه یې تکې سرې کړې.
نجلۍ یې روغتون ته ورسوله. له سره یې سپین باڼداج راتاو شو. ماته شوې پښه یې ور وتړله او زبيښلې رنګ یې په کور را د ننه کړه.
خلکو به ویل چې هریپور له نورو کیمپونو سوړ دی؛ خو چې زه به ګرمۍ وار خطا کړم؛ نو نور کیمپونه به راته دوزخونه ښکاره شول. چې کله به ګرمي په شدت کې شوه نو له څاه به مو تازه اوبه راوویستلې. له کالیو سره به مو پر ځان واړولې؛ خو شیبه وروسته به له کالیو داسې تپونه پورته کیدل لکه ماهیپر کې چې د موټر ماشین ګرم شي.
نجلۍ به کټ کې شا پر تخته پرته وه. د هغې ټپونه ژور وو. میاشتې میاشتې له کټه نشوه پورته کیدای. مور به یې پر بازو ناسته وه او لاسي پکې به یې واهه.
په هغه ورځ یې مور ډیر بد حال جوړ کړی و. په ژړا ژړا کې یې ویل: لور مې نه ښه کیږي. د لور د شا ټپونو چنجي کړي، لکه چې ترې خلاصه شم.
یو دم یې وچلي ته ټس ورکړ او بیا یې ویل: و خدایه! که وطن کې مو جنګ نه وای، دې سپیره کیمپ کې مو څه بلا غوښته، خپلو شنو باغونو کې به ناست وو او له دې دوزخه به لرې وو. نه به مو لور ژوبلیده او نه به یې ټپونو چنجي کول.
د ننګرهار د صحت عامې په روغتون کې د ټپي ماشوم د چنجیو خبر راته همدا کیسه را یاده کړه. کلونه کلونه یې شاته بوتلم او هغه تیرې صحنې مې د زړه په سترګو بیا ولیدې.
د دې ماشوم او د هریپور د ماشومې کیسه توپیر لري. هغه د مهاجرت ژوند و. د کیمپ ژوند و. ماشومه په کور کې بستر وه. په صحي مراقبت یې ساده مور نه پوهیده؛ خو دلته د سفید پوشو تر سترګو لاندې د یوه ماشوم ټپ چنجي کوي او بیا چنجي ښه وده کوي. هر چاته چې د ودې لپاره شرایط برابر شي، نو وده کوي. هغه که میکروبونه وي. که چنجي وي او که کوم بل څه.
د هیواد په نږدې هره اداره کې د چنجیو د ودې لپاره شرایط چمتو دي. که شفاخانو کې ټپونه چنجي کوي په عدلي ارګانونو کې د خلکو عریضو او د حق طلبیو درخواستونو چنجي کړي . په عایداتي ادارو کې فساد چنجي کړي، داسې چنجي چې ټول عایدات خوري او تر ملي خزانې یې نه پریږدي.
دا چنجن ماحول بدلول غواړي. د دې بدلون لپاره کار په کار دی. د هغو عواملو لټون په کار دی چې په موجودیت کې چنجیان وده کوي. دغه عوامل له ولس سره شریکول په کار دي. په ګډه او جرئت ورته حل لارې موندل په کار دي. د دغه شان زړه بوګنوونکیو ماحولونو ګټه یوازې یو څو کسانو ته ځي او دا ډیره بې انصافي ده چې د څو کسانو لپاره ادارې د چنجیو په روزنځایونو بدلې شي.
محمد نعمان دوست
د ثور ۱۹مه، ۱۳۹۷